يوه ناقبوله دعا
كه په سجدو واى
په تندي مې چينې واېستلې
خلك راځي رانه دعاوې اخلي
او په لمنه مې مونځونه كېږي
"حيران" شم دلته ګلې!
ستا د يارۍ سوال مې چې نه قبلېږي
13.02.2007
- محمدحنيف حيران
ژورنالېزم دادب مخه نيسي مرکيال:محمد حنيف حېران نزيراحمدسهارپر١٩٨١زکال په وزيرستان کې زېږېدلی،زده کړې ېې په پېښوراوکابل پوهنتون کې بشپړې کړې دي .دژورنالېزم په څانګه کې ېې د لېسانس تر درجې زده کړه کړېده.چاپ اثاردلونګو ځونډي.(شعري غونډ) هغه لېو نۍ ده(لنډې کېسې)،نازنين(ناول،ژباړه)،شېطان په پرېوتوکې(ناول.ژباړه)،د مسافرو دې خدای مل شي(د شاعرانو پېژندګلوي)دبشري حقونو بنسټيزې ﻻرښوونې(ژباړه)...
13.02.2007
- محمدحنيف حيران
ستاسې خيالات،جذبات اوراېې دچاپه لاس کې دي؟حقيقت دادی چې موږخپل خيالات اوراېې خارجي اثراتوته سپارلي دي.په اکثره خلکوکې دخپل ځان په اړونددپرېکړې هيڅ ماده نه وي موجوده.دوی په خپل ځان کې داسې هيڅ صفت نه ويني،چې خپل ځان ته تسلي پرې ورکړي.ددې نيمګړتياووپايله داوي،چې هغوی داسې حکيمانو،کوډګرواورنځپوهانوته مخه کړي،چې کليوال ېې ورته صفت وکړي.هغوی اکثره داسې کس ته مشوره ورکوي،ددوی تشخيص واردواره وکړي،ورته وايي:ته فلانکي ملا،حکيم ياپيرۍ ته ورشه،خامخابه چاکوډې تاويذونه درباندې کړ...