پښتو په ختيزو اريايي ژبو كې يوه پراخه او شتمنه ژبه ده، سندره د پښتو شفاهي ادب يو زوړ صنف دى، ويل كېږي، چې سندره د سيمې د ټولو ژبو مذهب حصه وه. د سندرو په ذريعه به خلكو خپل خدايان خوشحالول.
پوهان وايي، چې د پښتو د بګتۍ ريشه مونږ د سنسكريت او د ويدي ژبو په ډېرو كليمو كې موندلى شو. په سنسكريت كې بګهت د زاهد په معنى دى. ساز سرود او سندرې له لرغونې زمانې څخه د عبادت او د
خداى نمانځنې يو لازمي جز و؛ نو په دې وجه مونږ د پښتو دې بګتۍ كليمه هم له دغې ريشې سره نژدې بولو. بګهت هغه چاته ويلى شي څوك چې بكتۍ وايي د خداى بخښلي رښتين صيب د وينا تر مخه په پښتو كې سندرغاړي ته بګتيا وايي، ولې د بګتۍ او بګتيا توري اوس هم د كرمې په درې كې ژوندي دي، چې څوك ټوكې ټكالې كوي هغه ته بګتى ويلى شي.
ځينې ځينې درته بګتيا هم وايي، كېداى شي چې اسلام نه وروسته بګتيا په همدغې معنى پېژندل شوې دي، ولې چې اسلام كې خو د خدايانو خوشحالولو دپاره د لوبو تصور ختم شوى و او نه چا د عبادت لوبې پكارولې او كه بيا ځينې كسان د بل مذهب والا پاتې شوى دى او هغوى بګتۍ ويلې او د خداى نمانځنې دپاره يې ويلې؛ نو دا به مسلمانانو نه وي خوښې كړې.
بګتى هغه چاته هم وايي څوك چې په خلكو ټوكې كوي او بيا چې په چا ټوكه وشي يا څوك په ټوكو كې غلط راغلط كړاى شي؛ نو خلك وايي چې پلانى ډېر بګتيا دى په خلكو بګتې يا ټوكې كوې.
د سندرې ډېر قسمونه دي؛ لكه ټپې، سروكي، نارې، غاړې، نيمكۍ، لوبه، بګتۍ او هر صنف يو بل سره د هيئت په اعتبار توپير لري. د ځينو سندرو شاعر نه دى معلوم؛ لكه ټپه او نور بيا د ځينو سندرو شاعر معلوم وي؛ لكه لوبه، بګتۍ او نور...
د سندرې يو قسم بل هم دى، چې هغه سينه په سينه خالص د سندرې په نوم راغلى دى. زه ورته د كريمگ سندرې وايم، ولې چې دغه سندرې په كرمې كې ويل كېږي.
بنګښ خټك كه هغه د دربې خټك دى او كه د تال. يعنې د ټېري نه تر دلنه پورې او بيا د كرك په خټكو كې اوركزى كه هغه په بنګښو كې پراته دي او كه اوركزو ايجنسۍ كې.
په تيرا كې هم ويلى شي د افغانستان په سرحدي سيمو كې هم سندره ويلى شوه ډېر خلك ورته د تيرا سندره وايي، د ټپې په شان د سندرې شاعر هم نه دى معلوم او اهنګ يې هم لكه د ټپې دى.
يوه ورځ د موسيقۍ ستر استاد شېر افګن استاد خبره كوله، چې يو ځل ماته لاهور كې يو طبلې ډېر ښه استاد وويل چې استاد چې ته هر سُر غږوې زه به درسره طبله غږوم. شېر افګن استاد د هارمونېم ښه ماهر استاد و؛ نو استاد وويل چې ما سره يوه سندرغاړې ناسته وه هغې ته مې وويل چې بچى ارسلاخان شه پكې، چې كله هغې د ارسلاخان سندره شروع كړه؛ نو طبله مار نه هر څه خطا شول او معافي يې وغوښته، سندره هم لكه د ټپې خپل اهنګ لري.
ټپه او سندره په سويلي سيمه كې بغير د طبلې نه ويلى كېږي، سندره، رباب او سريندې سره او اوس هارمونېم سره ښه ويلى شي. كه طبله ورسره وي؛ نو كه طبله ورسره وي او كه نه وي د سندرې سندرغاړي هر چېرته معلوم سندرغاړي وو څه كسان مونږ ته هم ياد دي مشران د هغوى ذكر كوي او هغوى په ډېرو ښو الفاظو سره يادوي.
د هر مجلس شروع به د سندرې نه كېده، سندرې پسې به لوبه يا چاربيته ويله كېده او لوبې يا چاربيتې نه پس به بيا بدله شروع كېده. بدله به د مثنوي په شكل كې نه وه؛ بلكې مجلسي به خوندوره كيسه بيانوله په كيسۍ كې به نارې وې او چې كيسه به په خوند كې راغله يعنې تجسس به زيات شو، چې كيسه به كله عكس ته ورسېده؛ نو سندرغاړي به سندره ونيوه. اورېدونكي به په جوش كې راغلي وو. يو ناتار ډزې به شروع شوې.
د سندرې دا صنف به ډېر زوړ وي؛ خو چې كومې سندرې اوس مونږ اورو يا مونږ ته پاتې دي د هغو عمر د دوو سوو كالو نه زيات نه دى.
سندرې به يقيناً ډېرې زړې وي؛ خو هغه سندرې وخت سره خلكو هېرې كړې دي. ددغو دوو سوو كلنو سندرو كردارونه لا د خلكو په يادو كې محفوظ دي؛ خو له بده مرغه اوس سندره هم لګيا ده وركېږي، نه يې ويونكي شته او نه اورېدونكي او نه اوس هغو كردارونو سره د چا دلچسپي پاتې ده او دغسې به ډېرې زړې سندرې وركې شوې وي او اوس دادى نورې سندرې هم وركېږي.
اوس سندره څوك نه وايي او نه چاته ياده ده، د سندرې به داسې سندرغاړى و، چې سندره به يې شروع كړه؛ نو د پينځو شپږو ميلو په فاصلې به خلكو په نورو كلو كې اورېده.
سندره كله د مروتو كرانو په شان وي؛ خو مروتو كرانو سره د هيت او موضوع په لحاظ فرق هم لري.
كرمې په سندرو كې د مينې كيسې، د تورياليو خبرې، د جنګونو واقعات خو د قومونو د جنګونو واقعات نه لري د سفر خبرې ددغو سندرو موضوعات دي. ددغو سندرو جوړښت هم بېلابېل دى؛ لكه د ګل صنمې د سندرې يوه مصرع په دې ډول ده:
مورې ما ګړي ته پرېږده
دما به يار راغلى وينه
او بيا د ګل علي د سندرې مصرع دغه شان ده:
ګل علي داسې وخت كې مړ و
چې شولې پخې وې مېوو كړي وو ګلونه
د ګل علي مورې مه ژاړه نو
ګل علي پاس بانډو ته لاړ دى رابه شينه
د ګل صنمې په سندرې كې اوله مصرع اته سېلابه ده او دويمه نهه او بيا د ګل علي د سندرې اولنۍ مصرع نهه سېلابه او دويمه مصرع څوارلس سېلابه ده.
مثالونو نه ښكاره شوه، چې سندره د ټپو غوندې يو شان سېلابونه نه لري؛ بلكې د هرې سندرې چې بېلې بلې دي او دغې د هرې سندرې اهنګ هم بېل بېل جدا جدا دى. د قافيې خيال هم نه دى ساتلى شوى قافيه صوتي قافيه ښكاري.
هسې خو سندرې ډېري دي؛ خو ځينې سندرې ډېر شهرت لري؛ لكه ګل علي سندره، د ګل صنمې سندره، د دوست علي سندره، د موسم سندره، د ګل بادشاه سندره، د ارسلا خان سندره، د خټك او د زيبو سندره، د كلايي سندره، د اخونزاده سندره، د ګلاپي سندره او داسې نورې ډېرې سندرې دي، چې په دوى به په وخت سره كار وشي.
د كرمې په درې كې ښځې په مړو هم سندرې وايي، چې اهنګ يې د ذكر شويو سندرو غوندې وي، چې مرثيه هم، ولې مصرع يې سوز نه ډكې دي. د دنيا بې ثباتي، ارمان، ځواني او مړي سره تړلي نور ډېر موضوعات هم د مصرو په شكل كې راوړې او دغه سندرې تر ډېره وخته پورې د مړي په ياد كې ويلى شي.
چې كله به څوك سفر ته تلو؛ نو خپلو خپلوانو به د روانېدو په وخت په سندرو رخصتولو، چې په هغو سندرو كې په دعا وه، د بېلتون سوز نه ډك ټكي به پكې وو، په كاميابى سره د راتلو دعا به وه، واپس د راتلو تاكيد به و او د پاتې كور او خپلوانو د نه هېرولو ژمنه به وه.
سندرې به ځينو سندرغاړو په يوازې ځان ويلې؛ خو كه دوه درې كسان به وو؛ نو سندره به ښه ويل كېده.
يو كس به چې كوم د سندرې ښه استادو مصرعه ويله او نورو به ورسره (لى) كې ملګرتيا كوله سندره به عموماً ډېرو كسانو په يو ځاى ويله، كسان به دومره په سُر كې وو، چې بالكل به ورباندې د يوه اواز ګومان كېده.
سندره او بدله د پښتنو مجلس و؛ خو اوس نه سندره شته او نه بدله؛ لكه څنګه چې كلاسيكي موسيقي په پاپ كې بدله شوه همدغسې د پښتنو مجلس د سندرې او بدلې ځاى لوبو واخيستو دا د وخت تقاضا ده د سندرو او بدلو تش نومونه پاتې دي، شايد چې لږه موده پس به ددغو دواړو صنفونو نومونه هم ورك شي.