خيرکه ځنګله اوراخيستی  ونې ډېرې لږې دي
راشه وا بارانه ! جېنکۍ په غره کې تږې دي
ږدنو پسې تللی ملنګ هلته له پښو ولوېده
دلته د زيارت د کټارو کوترې  وږې دي
هغه دی پاچا خلکو له لوږې ګډې بار کړلې
ستا په خزانو خو اسوده د دربار مږې دي
دا د  واورو کلی، ښایستونه یخ وهلي دي
دلته ښکلې لږې ،خو د ونو غوندې جګې دي
شونډې دې دسوي  زړه د تندې شاهدي وايي
سترګې د ې جانانه که رېښتيا ووايم، ټګې دي
تېزو هواګانو راته ورو په غوږ کې وويل
انده نوم يې مه لېکه ، ورانېږي رڼې شګې دي
۲۰۰۷ اکتوبر ۱ ،پراګ