د سليمان غر مجلې د دويمې ګڼې مطالب او ليكنې مو اوډلې، ښاغلي اخلاص يار د پكتيا او نورو ولايتونو د ليكوالو ليكنې او شعرونه راوړي وو. زه هم قصه خوانۍ ته ورغلم، اخلاص يار مې په يوه څلور لارې كې وليد، له روغبړ وروسته مو وپتېيله، چې په يوه هوټل كې كېنو او د مجلې په اړه سره وغږېگږو. ښاغلي اخلاص يار راته كړه، چې يو ډېر فرهنګپال ملګرى خان محمد مفتون مې هم راغوښتى دى. لږه شېبه وروسته ښاغلي مفتون زنګ وواهه او هغه مو هم هوټل ته راوغوښت. لوړ قده ځوان و، ږيرې او برېتو
يې اوس خط وهلى و؛ خو په وجود ښه غښتلى و. د مجلې په اړوند مو بحث كاوه، ښاغلي مفتون ډېرې ښكلې خبرې او مشورې وركولې، له خبرو يې معلومېده، چې په ډېرو مشاعرو او غونډو كې يې ګډون كړى دى؛ خو چې د ادبي ژوند په اړوند مې ترې وپوښتل، زياته يې كړه: "له شعر و ادب سره ډېره مينه لرم؛ خو شعر ليكلى نه شم".
لږه شېبه وروسته يو بل فرهنګپال او شاعر ملګرى حميد شجاع هم راغى، شجاع صاحب د ښاغلي مفتون يو شاعر ملګرى، چې له دوى سره د پېښور په حيات اّباد كې اوسېده. هغه هم د مفتون په څېر زړه راښكونكې او لوړه ځواني لرله، د مجلې د بحث په دوران كې ښاغلي مفتون راته ياده كړه، چې يو ځل به ضرور حيات اّباد ته ورځم.
څو ورځې وروسته، چې مجله چاپ شوه، ښاغلي مفتون ته مې زنګ وواهه، لږه شېبه وروسته قصه خوانۍ ته راورسېد، په دانش كتابتون كې مو ډېرې غورې سره وكړې، مجلې مې ورته وسپارلې، په ټوكو ټوكو كې مې ورته وويل، چې ګوره ته زموږ د مجلې د پېښور استازى يې، لږ كار كوه، مطالب او ليكنې له ليكوالو را اخله، كومه مركه رابرابروه.
ويل يې سمه ده، زه به له هارون باچا او يا له ماسټر علي حيدر سره وغږېږم، هغوى مې انډيوالان دي.
څو ورځې وروسته يې زنګ راته وواهه، چې هارون باچا ناجوړه دى او ماسټر جرمني ته تللى دى، چې وطن ته راشي زه به يې حال دركړم.
په دې كې زموږ درېيمه ګڼه چاپ ته نژدې شوه، مفتون صاحب ويل، چې ماسټر راغلى دى، څو ورځې وروسته، چې فرصت پيدا كړي، زه به حال دركړم، كه په دې ګڼه كې ونه شوه، بلې ګڼې ته به مركه ورسره وكړو، لنډه دا چې درېيمه ګڼه هم چاپ شوه، ښاغلى مفتون مې وليد، خپله برخه مجلې مې وركړې.
په دې ورځ مې چې وليد، ورته ياده مې كړه، چې ناروغ خو به نه يې، سترګې دې هم سرې غوندې دي او پرون دې دواړه ټيليفونونه بند وو، څه كيسه وه؟
ويې خندل، ويلې: سترګې خو مې شوګيرو سرې كړې دي، د ناروغۍ كيسه مې ډېره اوږده ده، البته دا درته وايم، چې ناروغي مې د زړه ده، په صورت روغ يم.
ويل مې: زړه دې په صورت كې نه دى! ښه شېبه مو سره وخندل، د خپل ناكام عشق او مينې اوږد داستان يې په لنډو ټكيو كې راته بيان كړ، ډېر مې دلاسه كړ، يو څو شعرونه مې ورته وويل.
دا ورځ مو تر نورو ورځو ډېر بنډار او مجلس سره وكړ، زړونو مو نه غوښتل، چې سره بېل دې شو؛ خو بېلتون ظالم دى، دوه ياران جدا كوينه. دا زموږ د جدايۍ هغه شېبې وې، چې ښاغلي مفتون څو واره ياده كړه: زړه مې نه غواړي، چې درنه لاړ شم؛ خو يوه ورح په زموږ كره هرومرو راځې".
هغه وروستۍ خبره او مړاوې، له مينې څخه ډك نظر مې تر اوسه په ذهن او فكر كې اوړي را اوړي. ښاغلى مفتون مې له هغې ورځې وروسته بيا ونه ليده، په داسې حال كې چې مازيګر و، پخپل كلينيك كې ناست وم، خپل نژدې ملګري شهاب الدين شهاب په زنګېدليو قدمونو كلينيك ته راغى. حال احوال مې ترې وپوښته، زړه يې نه و، چې كيسه راته وكړي؛ خو مجبور مې كړ، ويل يې: ښه ده درته وبه وايم؛ خو والله د ويلو كيسه نه ده، وړاندې يې پسې زياته كړه: مفتون صاحب له دې دنيا نه....
ولې څنګه او چا وواژه؟
ښاغلي شهاب، چې تر ما وروسته ورسره اشنا شوى و او ډېر پرې خپه و، زياته كړه: څو شپې وړاندې څو كسانو وسله والو غلو غوښتل، چې د دوى كور لوټ كړي، ښاغلى مفتون پرې راويښ شوى و، له غلو سره يې مبارزه پيل كړې وه، په دې ترڅ كې د هغوى د مرمۍ ښكار شو.
هو! په رښتيا هم د حماسيو داستان ته د پاى ټكى كېښودل شو، د مينې او عاطفې غر راپرېوت، د حيات اّباد كوڅې دځوانيمرګ مفتون په مستو او غورځنګه وينو خړوب شوې. د دوى د مرګ په اورېدو سره ماته ټولې هغه كيسې او داستانونه را په ياد شول، چې په اخري ديدن كې يې راته كړي وو. د مفتون د ناكامې او نيمګړې مينې داستان په نيمه كې پاتې شو، هيلې او ارمانونه يې نيمګړي او سوځېدلي پاتې شول.
ښاغلى مفتون لكه چې ښه خبر و، چې بيا به زه او حيران نه سره ګورو، زه حيران وم، چې څنګه يې زما ددې كمې مودې په ملګرتيا دومره ژر اعتبار پيدا شو. دا زموږ نژدې درېيمه څلورمه ليدنه وه، مفتون د سوي زړه رازونه راته په يو څو جملو كې وويل. څو وارې يې رانه وغوښتل، چې خپل يو اّزاد نظم، چې مفتون صاحب په مجله كې لوستى و، ورته ووايم:
كه په سجدو واى
په تندي مې چينې واېستلې
خلك راځي رانه دعاوې اخلي
او په لمنه مې مونځونه كېږي
حيران شم دلته ګلې!
ستا د يارۍ سوال مې چې نه قبلېږي
دې اّزاد شعر ارواښاد مفتون ته ډېر خوند وركاوه، ما ورته كړه، چې مفتون جانه لكه چې ستا هم د يارۍ سوالونه نه قبلېږي.
مفتون به موسك شو، د حيا سرخي به يې په اننګو كې وځلېدله.
ځوانيمرګ مفتون د حاجي صاحب غني زوى د پكتيا ولايت د لژې ولسوالۍ اوسېدونكى او په قوم منګل و، له يوې ديندارې او باسواده كورنۍ سره يې تعلق درلود. لومړنۍ او منځنۍ زده كړې يې د مهاجرت په بهير كې د كرمې ايجنسۍ د صدې د غرغښت په لېسه كې ترسره كړې وې. د لوړو زده كړو لپاره يې دلته د پېښور شخصي پوهنتون ته مخه كړې وه. ددې تر څنګ يې د انګليسي او كمپيوټر زده كړې هم په مخ بيولې؛ خو د عشق او مينې په څېر يې زده كړې هم مرګونى ګوزار وخوړ.
يا مو ليدلي سره نه واى
يا مو دا ټول عمر په يو ځاى واى مَېنه
خداى پاك(ج) دې ارواښاد مفتون ته ټول جنتونه او كورنۍ ته جميل صبر وركړي (اّمين).
له دې پېښې څو ورځې وروسته پكتيا ته لاړم، په ګردېز كې مې د پكتيا ادبي ټولنې له ملګرو ښاغليو حماس، وحدت، كړاو منګل، پكتين، همدرد، ميران، ساحل، خوشبين، تپان، مهجور او د پوهنتون له ځينې ملګرو سره وليدل. په زړه پورې مشاعرې او بنډارونه مو وكړل، د پكتيا ادبي ټولنې ودانۍ، كتابتون او دفتر مې وليد، ډېر خوښ شوم.
رښتيا هم په پكتيا ولايت او اړوندو ولسواليو كې ادبي ناستې پاستې، غونډې او مشاعرې په درز كې روانې دي، خبر شوم، چې د خداى بخښلي صديق روهي زوى خوشال روهي هغه د حمزه بابا د غزل بيت ته دلته د عمل جامه ور اغوندي:
څو چې راغونډ په يو مركز يې نه كړم
هــــــرې تپې ته د جـــــــــــــرګو سره ځم
ښاغلي روهي همداسې وكړل، په ټولو ولاياتو كې يې د اړوندو ولسواليو د ټولنو مشران راغونډ كړل، هغوى ته يې خپلې دندې وروسپارلې. په همدې توګه يې د ټولو ولاياتو سره پخپل منځ كې ګډې ادبي كړۍ سره ونښلولې، چې په دې برخه كې د صميم صاحب منډې هم د ستاينې وړ دي.
په ګردېز كې مې له يوه پخواني فرهنګپال ملګري نور ولي خان نور سره، چې د بشري حقوقو په څانګه كې كار كوي، ليدنه وشوه. د سليمان غر مجلې په اړوند يې غوره مشورې، لارښوونې او د هر راز مرستې ډاډ يې راكړ، چې كور ودانى ورته وايم او جذبې يې ستايم، له هغې چې د څمكنيو ولسوالۍ ته راغلم، له ښاغليو اخلاص يار، حكمت زهير او اسماعيل شاكر سره مې وليدل. د شاكر صاحب دې كور ودان وي، د مجلې د استازيتوب په برخه كې مې لږ ملامته كړ، ويل مې چې د كابل د استازيتوب خونده دې نشته، خير دې وي ورته، پخې ژمنې يې راسره وكړې. زه لا همدلته په ولسوالۍ كې ګرځېدم، چې يو چا د ښاغلي اخلاص يار د والد صاحب د مرګ نه خبر كړم. په منډه منداخېلو كلي ته ورغلم؛ خو جنازه رانه تېره شوې وه، د مړي په حق كې مو دعا وكړه.
د دوى والد صاحب په يوې اوږدې ناروغۍ پروت و، اخلاص يار صاحب خپله هم تكليف درلود، د پلار په مړينه ډېر خواشينى و، هو ولې نه، خداى پاك(ج) دې دا د سر سيورى له چا نه لرې كوي.
بېرته، چې پېښور ته راستون شوم، خبر شوم، چې ځوان او تكړه شاعر طاهر فرهاد ځوانيمرګ شو او د اجل داعي ته يې لبيك ووايه. فرهاد ما مخامخ نه و ليدلى؛ خو د هغوى مستانه او شرنګېدلي شعرونه مي گاورېدلي وو.
په پاى كې دغو ټولو خداى بخښليو ته له متعال خداى پاك(ج) څخه غوره جنتونه غواړم او كورنيو ته يې جميل صبر.
انا لله و انا اليه راجعون°
قــــــــــــبر كه يې پرانيزې والله چې ســـــلامت به وي
خاورې څه طاقت لري، چې دا ككرۍ خاورې كړي
¯¯¯
خدايه ته چې ښايسته له دنيا بيايې
مګر هلته ستا د حورو څه كمى دى
ښكلي خلك مې په خاورو پېرزو نه شي
خدايه ستا بيا پرې پېرزو څنګه مرګى دى.