سپين ږيري د زهرو پياله په ډېر غور ليدله، په پياله كې كومه خوښي او خوږ شى نه و؛ بلكې د زهرو محلول و، سپين ږيري هغه د پيالې محلول له حلق څخه تېروي او د زهرو پياله يې په يو غړپ سره څښي، څه وخت وروسته يې روح له بدن څخه جدا كېږي، نن هغه سپين ږيرى د سقراط په نامه يادېږي.
د يونان فلسفه په درېو دورو وېشل شوې ده، اول د يونان پخوانۍ فلسفه، دوهم د يونان هغه فلسفه ده، چې په يونان كې ديموكراسي پرمختګ ته رسېدلې وه او د يونان امپراتوري په عروج كې وه، درېيمه د يونان اخري فلسفه ده، چې ديموكراسي په ختمېدو وه او د يونان حكومت هم له منځه تللو؛ خو اوس خبره داده، چې سقراط د كومې دورې سره تړاو لري؟
په دې اړه ځينې څېړونكي وايي، چې سقراط د لومړي دور د اخري وختو فيلسوف و؛ خو بيا ځينې څېړونكي وايي، چې د دويم دور د لومړيو وختو فيلسوف و، چې په دويمه دوره كې درې فيلسوفان د اهميت وړ ګڼل كېږي:
1_ سقراط.
2_ اپلاتون.
_ ارسطو. ارسطو د اپلاتون شاګرد و او اپلاتون د سقراط شاګرد و.
دلته دا خبره د توجه وړ ده، چې د سقراط له څرګندېدو وړاندې هم فلسفي، سياسي، اجتماعي او اجتماعي افكار او اندونه موجود وو؛ خو په يو متشكل ډول نه وو او له يو بل سره يې اړيكې نه درلودې؛ نو سقراط لومړنى شخص و، چې دغه افكار يې د يوې فلسفې په شكل كې روښانه كړل او له ده وروسته اپلاتون او ارسطو پراخوالى وركړ. پخپله سقراط كوم ليكل شوي اّثار نه لري، دده تعليم زياتره په تبليغ او بيان سره و؛ خو دده خبرې او اقوال درېو كسانو په تفصيل سره ليكلي دي:
1_ اپلاتون.
2_ ګزنفون.
3_ اريستوفان. اريستوفان، سقراط د اخلاقو فاسدوونكى، د ځوانانو تخريبوونكى او ټوكيز ډول معرفي كړى دى.
سقراط په اتن ښار كې پيدا شوى او لوى شوى دى، د نوموړي افكار د اتن له خلكو جلا وو او په لېوني فلسفي يې شهرت درلود؛ ځكه چې دى به بازارونو ته تللو، هلته به چې له چا سره مخامخ شو خپل تبليغ به يې ورته كاوه، پخپلو سياسي، اخلاقي او ټولنيزو افكارو به يې بحث ورسره كاوه، دا چې دده افكار له عامو وګړو څخه جلا وو نو كله به له ډېرو غوسه ناكو خلكو سره مخامخ شو وهل به يې هم وخوړل؛ خو سقراط به له صبر نه كار اخيسته. د سقراط صبر د ايوب(ع) د صبر په څېر شهرت لري.
ناپېيلي تاريخ ليكونكي د نوموړي په اړه وايي، چې سقراط جمهوريت غوښتونكى نه و او نه يې پرې عقيده لرله او نه يې په دې عقيده درلوده، چې ټول انسانان يو برابر دي، ويل به يې، چې عوام د حكومت كولو حق نه لري؛ ځكه چې د دوى مثال د مېږو او ګډو په څېر دى، د دوى لپاره د سمې لارې ضرورت دى؛ نو له دې لامله د اتن د شورا په مجلس كې د خبرو كولو حق نه لري.
دده په شاګردانو كې دوه شاګردان (Alcibades) او (Critis) وړاندې ولاړل او د جمهوريت پر خلاف يې بغاوت وكړ، لومړى بغاوت په (410ق، م) كې چې تر څلورو مياشتو وچلېدو او دوهم بغاوت يې په (404ق، م) كې وكړ، چې شپږ مياشتې وچلېد؛ خو د اتن خلكو دواړه بغاوتونه ناكام كړل او دوى ته دا يقين حاصل شو، چې سقراط يو لېونى فلسفي نه؛ بلكې يو خطرناك دانشور دى.
د سقراط په اړه په خلكو كې هم نفرت پيدا شوى و، د سقراط يو شاګرد (سريتاس) يو ظالم او له انسانيته وتلى حكمران و، د اتن (1500) جمهوريت غوښتونكي خلك يې ووژل او څه نارينه او ښځې يې له وطنه وشړل؛ خو نوموړي د ظلم او تېري د بندېدو په اړه هېڅ نه وو كړي؛ نو له دې لامله سقراط اّمريت غوښتونكى ګڼل كېده او د عامو خلكو كركه ترې پيدا شوه او د اتن په قانون كې د خندا وړ وګرځېد.
د سقراط محكمه:
د اتن په هر ښار كې محكمه كېدله او دعوه چلېدله په (399ق، م) كې يو شاعر (Mellitus) په سقراط باندې تور لګولى و، چې سقراط د اتن ځوانان بې لارې كوي او د جمهوريت مخالف يې ذهن ورجوړوى. د محكمې پړاوونه تېر شول، د ذكر شوي تور تر څنګ نور الزامونه هم پرې ولګېدل، چې دا د دولت منل شوي خدايان هم نه مني او موږ ته يو نوى خداى راپېژني. د اتن په سنټر اګوره (Agora) كې محكمه پيل شوه، چې نهه لس بجې پيل شوه. د محكمې تالار ټول ډك و، په دې تالار كې د سقراط شاګرد اپلاتون هم شامل و.
خبرې سهار پيل شوې او له ټولو وړاندې ملطيس او نورو دعوه كوونكيو خپل كېس وړاندې كړ او درې ساعته يې دلايل وويل.
سقراط په دفاع كې درې ساعته دلايل وويل، چې د اپلاتون او زينوفون په كتابونو كې پيدا كېږي. دده د بيانيې په اړه تاريخ ليكونكي په دې موافق دي، چې سقراط يوې سركشه او نا مناسبه بيانيې مرګ ته ورووست. سقراط ډېر اصرار وكړ، چې دده نظريات په حق دي او نور په باطله.
كله چې د سقراط بيانيه پاى ته ورسېده، قاضي د خپلو اركانو نه رايه وغوښته، وركړل شوې رايې وشمېرل شوې، دوه سو اتيا كسانو سقراط مجرم كړ او دوه شلو كسانو مخالفه رايه وركړه، په اكثر پرېكړې سره سقراط د قانون په نظر كې مجرم شو.
د سزا پړاو:
په هغه وخت كې داسې يو دود و، چې سزا به مدعي او مجرم مقرروله، سقراط ته د مرګ سزا مقرره شوه او دا دود هم و، چې د سزا پر خلاف بخښنه غوښتل كېدل عامه خبره وه؛ نو د اپلاتون او زينوفون له ليكنو څخه معلومېږي، چې د بخښنې عريضه يې وړاندې نه كړه او دا دود و، چې يو مجرم دې د بې وزلۍ لپاره خپله ښځه او بچيان قاضي ته وړاندې كړي؛ خو سقراط خپله ښځه او درې پچيان محكمې ته وړاندې نه كړل او نه يې د بخښنې توفيق وركړاى شو.
د ژوند په اخرو وختونو كې په جېل كې وو، اپلاتون او نورو شاګردانو كوښښ وكړ، چې په دې يې راضي كړي، چې له جېله يې راوباسي او وتښتي؛ خو سقراط دغه خبره نه منله او ويل يې، چې:
"د دولت حكم د يو اجتماعي نظام د ساتلو لپاره واجب دى؛ اګر كه د دولت حكم په ضرر او خطا سره وي".
د سقراط لپاره د هيم لاك (Hemlock) د زهرو له بوټي څخه محلول جوړ شو او له حلق څخه يې تېراوه، ورو ورو يې عصبي نظام له منځه ولاړ او اخري خبرې يې داسې وې، چې د جدايۍ وخت را رسېدلى دى، زموږ او تاسې لارې جدا دي، زه مړ كېږم، تاسو ژوندي ياستئ؛ خو خداى پوهېږي، چې د چا قسمت ښه دى.
پخوانيو مسيحيانو ويل، چې د مسيحي مذهب له څرګندېدو وړاندې سقراط مسيحي مذهب درلود او هغه يې سپېڅلى او د فلسفې شهيد باله.
د اپلاتون، زينوفون او ارسطو په ليكنو كې سقراط يو لوى فلسفه پوه او انسان دوست پېژندل شوى دى او د يونان موْرخينو په كتابونو كې د جمهوريت او د عوامو او د اتن قانون باغي بېژندل شوى دى، اوس رښتيا څه دي، دروغ څه دي؟ خداى(ج) ښه خبر دى.
اخځليكونه:
1_ تاريخ فلسفه سياسى، داكتر بهاء الدين پازارګارد.
2_ سقراط پيغمبر خِرد و عقل، محمد اسلم ګودر سيورى.
3_ سقراط كا افكار و خيالات، جمشېد ناياب.
4_ ايكسپريس مجله، سيد عالم محمود.