محمدحنيف حيران

Profile Photo

نوم مې محمدحنيف او تخلص مې حيران د پکتيا ولايت د سېدکرم ولسوالي اوسېدونکی، له منځني طب څخه په پېښور کې فارغ شوی يم، همدارنګه د ادب د مبارکې مدرسې يو کوچنی چڼي هم يم او اووکتابونه مې دوه يې شعري ټولګې، يو د ټپيزو کتاب،درې ژباړې او يو فولکلوريک اثر دې، کښلي دي.

فلسفه


د شاولي الله فلسفه ( دويمه برخه)

 د خداى پالنه او له خلكو سره مينه په حقيقت كې ټول دينونه د انسانانو د يو والي ترجماني كوي؛ خو متاْسفانه منونكيو يې بېلابېلې ډلې جوړې كړې او هرې ډلې دعوه پيل كړه، چې زموږ ډله د ټول انسانيت ترجماني كوي او هر اولس دعوه پيل كړه، چې زموږ دين په ټولو دينونو كې رښتونى دين دى او په دې باندې ځانته ځانته دليلونه راوړل او په نورو يې نيوكې پيل كړې؛ نو اّيا دغو خلكو انسانان نه دي پرېشانه كړي؟ اصل هدايت او حق يې ترې ورك كړى دى، علاج يې څه دى؟ ددې يوه حل لا

05.01.2008 محمدحنيف حيران

د شاولي الله فلسفه ( لومړۍ برخه)

            د شاولي الله  فلسفه ( روا او ناروا)  ژباړن: سعيدسوماقران کريم دټولوانسانانوله پاره ديوداسې فکرترجماني کوي، چې دټولود ينونواو فلسفوټولګه ده اود انسانانودزړونوترجماني کوي، چې ډېره ونډه پکې انبياوو او نيکوخلکواخيستې ده.(ګيتا) هم پخپل وخت کې ددې فکرپخلاينه کړېده، نورو فيلسوفانو هم څه ناڅه ترجماني کړې ده اوله حقيقت نه يې پرده پورته کړې ده. پاتې شوه داخبره چې تورات اوانجيل حق دی؛ خوهغ

02.01.2008 محمدحنيف حيران

پيرروښان او دهغه غورځنګ

مونږ دا منو، چې پير روښان يو سياسي، ادبي او مذهبي مشر او د يوه ملي غورځنګ پر مخ بيوونكى او د ادبي مكتب بنسټ اېښودونكى و، څرنګه، چې ملي نهضت د مختلفو عواملو زېږنده ده؛ نو كله چې مونږ په پير روښان او دده په غورځنګ څه ويل غواړو؛ نو ددغو پوښتنو سره مخامخ كېږو، چې بايزيد په څه راز محيط او ماحول كې ژوند كاوه او هغه عوامل، چې دى يې ميدان ته راووست او دده د تحريك موجب شو څه شى و؟ زه غواړم په دغه مقاله كې د اجتماعي، اقتصادي او سياسي عواملو په رڼا كې د پير روښان غورځنګ په لنډ ډول وڅېړم.د بشريت تاري

20.11.2007 محمدحنيف حيران

دسقراط محکمه

سپين ږيري د زهرو پياله په ډېر غور ليدله، په پياله كې كومه خوښي او خوږ شى نه و؛ بلكې د زهرو محلول و، سپين ږيري هغه د پيالې محلول له حلق څخه تېروي او د زهرو پياله يې په يو غړپ سره څښي، څه وخت وروسته يې روح له بدن څخه جدا كېږي، نن هغه سپين ږيرى د سقراط په نامه يادېږي.د يونان فلسفه په درېو دورو وېشل شوې ده، اول د يونان پخوانۍ فلسفه، دوهم د يونان هغه فلسفه ده، چې په يونان كې ديموكراسي پرمختګ ته رسېدلې وه او د يونان امپراتوري په عروج كې وه، درېيمه د يونان اخري فلسفه ده، چې ديموكراسي په ختمېدو و

14.11.2007 محمدحنيف حيران

OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more