د خداى پالنه او له خلكو سره مينه
په حقيقت كې ټول دينونه د انسانانو د يو والي ترجماني كوي؛ خو متاْسفانه منونكيو يې بېلابېلې ډلې جوړې كړې او هرې ډلې دعوه پيل كړه، چې زموږ ډله د ټول انسانيت ترجماني كوي او هر اولس دعوه پيل كړه، چې زموږ دين په ټولو دينونو كې رښتونى دين دى او په دې باندې ځانته ځانته دليلونه راوړل او په نورو يې نيوكې پيل كړې؛ نو اّيا دغو خلكو انسانان نه دي پرېشانه كړي؟ اصل هدايت او حق يې ترې ورك كړى دى، علاج يې څه دى؟
ددې يوه حل لاره شته، هغه دا چې د مذهبونو او نظريو بېلتون يو خوا كېږدو د ټولو انسانانو تاريخ په مجموعي توګه مطالعه شي او اساسي ټكى په ګوته شي، چې د انسانانو طبعي غوښتنه څه شى ده؟ او انسانان په كومو وجوهاتو سره د زوال كندې ته غورځېدلي او د جګېدو او ارتقا اصول يې كوم دي؟
ددې اوږډ تاريخ نه، چې كوم اصول په شريك ډول په نظر راځي هغه د ټولو انسانانو د فطرت يو والى دى او كوم اصول، چې د انسانانو د فطرت برابر وي همدغه حق دى او د قران مجيد مقصد دادى، چې د انسانانو د فطرت سره سم ښوونه وركوي؛ خو كه چېرې قراّن د يوې ځانګړې ډلې كتاب جوړ كړاى شي؛ نو اّيا بيا به د ټولو انسانانو د فطرت سره سم وي او بيا به همدغه كتاب ازلي او ابدي كتاب وي او تعلميات به يې د ټولو لپاره عام وي؟ نه داسې نه ده قراّن يو نړيوال كتاب دى او د ټولو انسانانو كتاب دى.
د انسانيت پرمختګ:
زما په عقيده د انسانيت د ترقۍ لپاره په هر دور كې ښه خلك راځي او حق پېژندونكيو انسانانو نورو انسانانو ته زده كړې وركړې دي هغوى ته يې وينا كړې ده او د انسانيت قافله يې پوړۍ په پوړۍ مخكې بيولې ده او دا خبره پټه ځكه نه ده، چې د انسانيت په تاريخ كې ثبت شوې ده. اوس هغه څوك چې په قراّن پوهېږي هغه ته دا ضروري دي، چې د انسان په ترقۍ كې كوم اصول مثبت رول لوبولى شي او په قراّن كې فكر وكړاى شي او نړيوال اصول دې وړاندې كړاى شي، چې د تغير او تبديل وړ نه دي او د ټولو انسانانو لپاره يوه نښه وي.
په اول كې بيان كړاى شول، چې په ټولو انسانانو كې يو فكري وحدت موجود دى او په ټولو كې يو شريك ټكى شته دى، چې په هغه ټكي كې د ټولو دينونو، قومونو او جنسونو اختلاف وركېږي، چې په دې كې قراّن او نور ديني كتابونه ددې فكري يو والي ترجماني كوي؛ خو متاْسفانه هرې مذهبي ډلې ځانته ټولى جوړ كړى دى او د ځان لپاره يې قانون جوړ كړى دى، يوه ملت يوه وضعه اختيار كړې ده او بل ملت بله وضعه اختيار كړې ده، د يوه شريعت د بل له شريعت سره توپير لري، كه چېرې د ټولو دينونو وحدت ومنلى هم شي؛ نو ددې شريعتونو د اختلاف ځواب څه دى؟
اصل خبره داده، چې د وخت د بدلېدو سره د وخت غوښتنې هم بدلېږي او په حالاتو كې هم بدلون راځي؛ نود يو ځانګړي قوم د ځانګړو وختونو او غوښتنو پايله قانون دى.
كل يوم هو فى شاْن:
[د هرې نوې زمانې خپل شان وي] د خداى پاك د شان نه كوم حد شته او نه كوم حساب. د نوې زمانې نه منل او له غوښتنو يې انكار كول؛ نو دا د خداى د شان نه انكار كول دي. د شاه ولي الله صيب كمال دادى، چې د قراّن صحيح ښوونې شننه يې كړې ده او هغه حكمت، چې دايمي او نه بدلېدونكى دى په قانوني لحاظ سره يې خلكو ته ښولى دى او قانون د قوم طبيعت او حالاتو نه به اغېزمنېږي؛ نو قانون هم د يوې بېلګې په توګه وي او حكمت يې نه بدلېدونكى وي، كه چېرې عام او خاص د قراّن په دغه مفهوم يو شي؛ نو مذهب واله او غير مذهب واله ورته قايل كېداى شي او د قراّن همدغه مقصد به مني.
حكمت او قانون:
د زمانې د بدلېدو سره د ژوند غوښتنې هم بدلېږي؛ خو ددې غوښتنو بدلېدو دا مانا نه ده، چې په اصل مقصد كې دې تغير راشي؛ كله د بېلګې په توګه د قراّن د زده كړې پايله دا وه، چې په يوه زمانه كې يو شان غوښتنې وي؛ خو ضروري نه ده، چې په دوهم پېر كې دې عين شكل هماغه غوښتنې وي. د صحابه كرامو په وخت كې جنګ په توره، نېزه او غشو سره كېده اوكله كله به د اس او اوښ نوبت هم راغى. د خلفاوو راشدينو په وخت كې د مساوات او انصاف اصول او مقررات په يوې طريقې سره وو، اوس وخت بدل شو اقتصاد پراخه شو، خلك او نفوس زيات شو؛ نو د وخت او زمانې غوښتنې هم زياتې شوې؛ نو اوس به د مساوات او انصاف دايره هم پراخېږي، په پخواني شكل كې به نه پاتې كېږي، كه چېرې پاتې شي د قراّن مقصد نه پوره كېږي؛ بلكې محدود پاتې شو او په دې سره په قراّن كې كوم بدلون ځكه نه راځي، چې اصل مقصد خو هماغه (مساوات) دى؛ خو عملي بڼه يې د پخوا په څېر ده، كوم شى، چې د اصل سره تړاو لري حكمت ګڼل كېږي او كوم شى، چې د عملي بڼې سره تړاو لري قانون ګڼل كېږي؛ نو تغير په قانون كې راغى، نه په حكمت كې.
انصاف او ورورولي:
د قراّن مقصد د انسانانو پاكوالى او پرمختګ دى او ټول انسانان همدغه مقصد ته رابولي او ټولو انسانانو ته دا پيغام ور اوروي، چې ټول انسانان يو شان دي، رنګ، نسل او قوم كې فرق نشته دى. هغه څوك، چې له ځان نه ډلې ټپلې جوړوي هغوى يو طبقاتي ذهنيت لري او قراّن داسې يو بين المللي اصول وړاندې كړي دي، كه چېرې په غور سره مطالعه شي؛ نو ذهن خپله د انساني يو والي صحيح روح معلومولى شي.
د نبي كريم(ص) دنيا ته راتلل له دې لامله وو، چې د قيصر او كسرى حكومتونه له منځه يوسي او د قراّن بلنه په همدې ولاړه وه، چې دغه ظالم حكومتونه له منځه يوسي او ددې پر ځاى د مساوات او انصاف نظام ټينګ كړي؛ ځكه چې د قراّن د زده كړو مقصد د ښو كړنو نمونې وي او ددې هدف ته رسېدو لپاره يو لوړ هدف ټاكل ضروري دي او كله چې لوړ هدف دې ټاكلى نه وي؛ نو بيا داسې ښكلي نظام ته رسېدل امكان هم نه لري، له دې لامله قراّن پر (ايمان بالله) باندې زور وركړى دى؛ ځكه چې همدغه يې هدف دى او همدغه هدف ته د رسگيدو لپاره يې مساوات، انصاف او ورورولي (عامو انسانانو ته رفاهي وركول يې يوه لاره ده).
كه چېرې په ژور نظر سره وليدل شي؛ نو په خداى ايمان لرلو عقيده د انسانيت لپاره يو لوړ هدف دى او ددې نه لوړ هدف تصور كول هم ناشوني دي. د خداى پاك په تصور كې د انسانانو يو والى او د كايناتو يو والى ټول راځي او په ذهن كې بې حده اطراف او پراختيا څرګندېږي، د خداى(ج) صحيح تصور د ټولو پټو شيانو لپاره خزانه ده او د انساني فكر لپاره كوم اوچتوالى او پراخوالى نشته دى، چې ددې مفكورې نه لوړ وي.
د ايمان بالله تر ټولو لوړ ځاى دادى، چې انسان دا ومني، چې په دې ځمكه او اسمانونو كې كوم حقيقي وجود دى؛ نو هغه خداى(ج) دى او څه چې دي دا ټول د هغه بركت دى او چې څه كېږي د هغې اصلي سبب همدغه دى، د خداى(ج) منلو يوه پوړۍ انسان دوستي ده، كه چېرې څوك دا ومني، چې ټول انسانان خداى پيدا كړي دي او حقيقي پيدا كوونكي سره يې مينه وي؛ نو ضروري خبره ده، چې دده مخلوق سره به يې هم مينه وي، كه چېرې مينه يې ورسره نه وه؛ نو په دې پوه شه، چې په خپلو خبرو كې دروغجن دى، د خداى پالونكي انسان نښه داده، چې د ټولو مخلوقاتو سره به يې مينه وي او د خداى(ج) رضا به د مخلوقاتو په خدمت او د هغوى په خوشحالولو كې غواړي.
زموږ صوفيانو حضراتو او اوسني اسلامي حزبونه په دې فكر دي، چې اصل خداى پالنه په دې كې ده، چې زمږ د ډلې او تنظيم سره يې مينه وي، كه چېرې داسې نه وي؛ نو هغه يو رښتونى مسلمان نه دى، ښه نه ښه سړى هم چې د دوى د ډلې سره نه وي د دوى په فكر تر ټولو بد ګڼل كېږي او څومره بدكاره انسان هم، چې دوى سره په ډله كې وي د ښه سړي نه هم ډېر ښه ګڼل كېږي، يعنې د ښو او بدو اندازه يې او د خداى پالنې اندازه يې داده، چې له دوى سره تنظيم كې شريك شي او نن سبا د موجده تبليغيانو هم همدغه حال دى، په داسې حال كې چې دوى د اسلام دعوه هم كوي او بيا د نبي كريم(ص) هغې خداى پالنې او انسان دوستۍ ته هم نه ګوري، چې ددې لپاره يې خوب پرېښى و، هر نعمتونه ورته رسېدل؛ خو د نورو انسانانو د ګمراهۍ له لامله بې تابه و او په مكه كې به يې خپل پيغام خلكو ته ور اورولو، څومره تكليفونه يې تېر كړي دي؛ خو له زغم څخه يې كار اخيستى دى، څومره تكليف، چې چا وركړى دى ښېرې يې نه دي ورته كړې؛ بلكې دعاګانې يې ورته كړې دي؛ خو زموږ ننني سياستمداران په دغه فلسفه عمل نه كوي.
په حقيقت كې له قراّن نه علاوه نور كتابونه تورات او انجيل ټول د انسان دوستۍ ترجماني كوي. د حضرت موسى(ع) او حضرت عيسى(ع) او حضرت محمد(ص) د ښوونې او عمل او خداى پالنه په دې كې څرګنده وه، چې دوى د انسان دوستۍ نمونې وې؛ خو متاْسفانه، چې اوس دغه انسان دوستي په ډلو كې ووېشلى شوه او د خداى پالنې مقصد (د ټولو انسانانو سره مينه لرل) ختم شول.
كه چېرې د صوفيانو حضراتو كتابونه وليدل شي؛ نو دوى په انسان دوستۍ باندې دومره زور وركړى دى، چې دوى وايي، چې تر هغه پورې انسان يو خداى پالونكى نه شي كېدلى، چې د ټولو انسانانو سره يې مينه نه وي او شېخ سعدي(رح) پخپل كتاب (بوستان) كې ددې خبرې د څرګندولو لپاره يوه كيسه ليكلې ده وايي، چې د حضرت ابراهيم(ع) دا عادت و، چې ډوډۍ به يې له مېلمه پرته نه خوړله، يو ځل مېلمه رانغلو، له كوره بهر ووت، ډېره سخته ګرمي وه، هر ژوندى موجود له ګرمۍ نه په تكليف و، د لرې نه يو بوډا ګوري، چې كوږ او كيڼ روان دى، جامې يې شكېدلې دي او په وجود يې ګردونه پراته دي. حضرت ابراهيم(ع) دغه بوډا ته ښه راغلاست وويل او كو رته يې دننه كړ، دسترخوان يې وغوړولو او حضرت ابراهيم(ع) بسم الله وويله، خوراك يې پيل كړ او مېلمه بې له بسم الله خوراك پيل كړ، حضرت ابراهيم(ع) په تعجب كې شو. مېلمه ورته وويل، چې زه خو خداى نه منم او ابراهيم(ع) له ډېر غم نه بې تابه شو، بې له خوراكه يې مېلمه له كوره بهر كړ، له دې وروسته سمدستي د خداى له لوري وحې راغله او ورته يې وويل، چې ما دغه بوډا ته سل كاله ډوډۍ وركړې ده او دده هر ضرورت مې پوره كړى دى او تا دومره ونه شو كړلى، چې د يو وخت ډوډۍ دې وركړې واى.
ددې كيسې په اړه د نبي كريم(ص) نه يو حديث شريف روايت دى، چې د قيامت په ورځ به خداى پاك له يو بنده نه پوښتنه وكړي، چې زه وږى وم تا ډوډۍ را نه كړه، بنده به حيران شي او ورته وبه وايي، چې اى خدايه! ته خو د لوږې نه بې نيازه يې، تاته د خوراك څه ضرورت دى؟ بيا به ورته ووايي، چې زه تږى وم تا اوبه را نه كړې، زه بربنډ وم پټ دې نه كړم، د هر سوال په ځواب كې به ورته وايي، چې ته خو ددې څيزونو نه بې نيازه يې؛ نو په دې وخت كې به خداى(ج) ورته ووايي، چې زما يو بنده وږى و، ډوډۍ دې ور نه كړه، تږى و اوبه دې ور نه كړې، بربنډ و جامې دې ور نه كړې؛ نو پايله دا شوه، چې صحيح خداى پالنه په انساني دوستۍ پورې تړلې ده او قراّن د خداى پالنې درس وركوي او ما د قراّن نه زده كړي دي، چې ټول انسانان يو شان وګنئ او د كوم څيز په نقصان، چې پوهېږئ ټول انسانان پرې پوه كړئ او د هغوى په ذهن كې يې وردننه كړئ، كه چېرې يې كومه اغېزه پرې نه كوله كوم خنډونه موجود وو هغه په نرمۍ سره لرې كړئ، كه په نرمۍ سره هم نه لرې كېدل؛ نو بيا د حكمت سره سره زور استعمال كړئ، دغه زور د هغو خلكو پر ضد دى، چې هغه د داسې ګناهونو كوونكي وي، چې له انسانيت نه بېزاره وي او دا په حقيقت كې له بدو سره مبارزه ده، چې داسې كول د انسانيت لپاره لوى خدمت دى او همدغه خدمت لوى جهاد دى.