راليږونکی :نیکمل ځاځی
د راليږونکي پته :nneakmal@yahoo.com
نيټه : 30-12-2007
باڼه تېره کړه په زړګی می وله
صبر ونکړې سمدستي مې وله

کله په زړه او گوگل نښه کوه
کله نا کله په تندي مې وله

کله خو کاڼي ټولوه راپسې
لکه په شان د لیوني مي وله

چې ورځ په غم او شپه شبگير تېروم
هر صبايي هر بیگايي مې وله

نېکمله ټول اغزو خوړلی یمه
دا ځل د گلو په گیډي مي وله


ن.نیکمل ځاځی