ښكلا د طبيعت د پديدو ټولنيز ژوندانه او بشري فعاليت هغه ځانګړنو ته وايي، چې د انسان په روحي نړۍ كې يوه بې غرضانه مينه، خوښي او د خپلواكۍ احساس راپاروي، چې د يوې ارامې مينې څخه تر زياتو هيجاني احساساتو پورې ټول عواطف پكې شامل وي.
كه څه هم، چې د ښكلا په باب زښتې ډېرې ليكنې او شننې شوې دي؛ خو دلته د يو څو علماوو او ښكلا پېژندونكيو نظرونه څرګندوو:
ارسطو: د ښكلا اصلي ځانګړتيا ښه قامت او اندام لرل، تناسب او مشخص والى ګڼي.
اپلاتون: هګل او كانت ښكلا مانوي او روحي ځانګړتيا ګڼلې.
سقراط: د ښكلا مفهوم د ذهني تمايلاتو سره وايي، چې ښكلا د انسان په هغه فعاليت كې راڅرګندېږي، چې معقول وي او ښكلى هغه شى دى، چې د اړوند كار لپاره موافق وي.
"دويدر" وايي، چې ماته ټول هغه شيان ښكلي دي، چې په ما كې د ښكلا احساس راوپاروي.
چريسنشفسكي وايي، چې ښكلا ژوند دى؛ خو هر ژوند ښكلى نه وي؛ بلكې يوازې ښه ژوند ښكلى دى. ښكلى هغه موجود دى، چې په هغه كې ژوند په داسې ډول ووينو، چې بايد ښه وي. په انسان كې ښكلا هغه څه دي، چې موږ په هغه كې د ژوند څرګندېدل وينو؛ خو داسې ژوند نه، چې موږ شيفته كړي. داسې ژوند، چې موږ په هغه كې جذابيت، شوق او رغبت ووينو...
له ښكلا څخه هغه وخت انسان خوند اخلي، چې له موجودې نړۍ څخه په ګټه اخيستلو بوخت وي او معمولاً د انسان په عملي فعاليت كې د پديدو هغه ځانګړنې راڅرګندېږي، چې د ښكلا اصطلاح ورته كارول كېږي. په دي گمانا، چې انسان پخپل عملي ژوند كې د خپلو مادي اړتياوو د پوره كولو په منظور په ايجادي فعاليت لاس پورې كوي، چې خپلې اړتياوې پوره كړي؛ خو د مادي اړتياوو د پوره كولو تر څنګ د انسان په ذهن كې دا احساس هم را ژوندى كېږي، چې د ګټورو شيانو تر څنګ ښكلي شيان هم، چې په هغو كې د ښكلا بنسټيز معيارونه؛ لكه تناسب، كمال، انتظام، معقوليت او هماهنګي په لوړه درجه مراعات شوې وي ايجاد كړي، يانې د شيانو جوړول د ښكلا د قانون او اصولو پر بنا ترسره شي.
د ښكلا احساس د انسان په فردي ګټو او اړتياوو ډډه نه لګوي؛ بلكې د پديدو د معنوي ارزښت په اساس ټاكل كېږي. د بېلګې په توګه ويلاى شو، چې د شاتو مچۍ نېش وهي، يانې انسان چيچي؛ خو خلك د شاتو مچيو ته د ښكلو الفاظو كارول نه سپموي؛ نو دا چې ښكلا د هنر او ادب سره هم ډېرې نژدې اړيكې لري د "تولستوى" په اند تر اوسه د هنر په اړه په خروارونو كتابونه ليكل شوي دي؛ خو هېچا هم د هنر دقيقه پېژندنه ډګر ته نه ده را اېستلې، لامل يې دا ګڼي، چې د هنر تر شا د ښكلا مفهوم ځاى كړل شوى دى او په بل ځاى كې وايي، چې هنر يو يا ډېرو خلكو ته د عواطفو بيانول دي. دا تعريف تر هغو تعريفونو لوړ نه دى، چې هنر د ښكلا او خوندونو خالق ګڼي؛ بلكې له هغو يو څه ټيټ دى.
همدا ډول هنر هم نه د "اپلاتون"، چې د شعر و هنر مخالف و او نه هم هغو نورو كسانو، چې له هنر سره يې مخالفت درلود كمزورى كړى؛ بلكې هنر د پخواني تاريخ او زموږ د پېر هنرمندانو د ابتذال پر لوري خوځولى؛ نو اوس كه موږ د خپلې ټولنې د نيمګړتياوو په څرګندولو كې ځان نامسووله او ناخبره وګڼو او همداسې يې پرېږدو؛ نو ښكاره خبره ده، چې موږ به د نيمګړتياوو د ښكاره كولو پر وړاندې ماته او شكست خوړلى وي...
په هر صورت، كله چې موږ د ښه او بد په اړه بحث كوو او په هغه كې بيا په ځانګړي ډول د شعري هنر په اړوند؛ نو زموږ په پښتو اوسمهالي شعري بهير كې درې ډوله شاعران تر سترګو كېږي، چې:
1_ سرلاري شاعران.
2_ ستړي شاعران.
3_ مبتذل شاعران.
له دې جملې څخه مبتذل شاعران بيا هم په درې ډوله وېشل شوي، چې:
1_ فرمايشي شاعران.
2_ شهرت خوښوونكي شاعران.
3_ شعاري شاعران، چې په لنډه توګه په هغوى رڼا اچوو.
كه څه هم، چې ښاغلي شمسزي صيب په دې باب، يانې د شاعرانو د كټه ګورۍ په اړوند پوره بحث او څېړنه كړې، چې دلته د هغوى يو لنډ مطلب را اخلو:
1_ سر لاري شاعران:
زموږ په اوسمهالي شعري بهير كې دا ډول شاعران د ګوتو په شمېر دي، چې نوموړي د خپل هنر روح ته ننوتلي دي. ددغو ښاغليو كمال په دې كې دى، چې د چا خبره، چې د دوى ضايع لكه هغه ويټامينونه، چې په مېوه كې پټ وي او لوستونكي ترې په بشپړه توګه ګټه اخيستلاى شي. همدا راز ترې خوند اخلي، ښايي د دوى د هنر د برياليتوب راز په دې كې وي، چې دوى تر څومره والي څرنګوالي ته ډېره پاملرنه كړې وي.
د بېلګې په توګه ښاغلى محمد صديق پسرلى، پير محمد كاروان، دروېش درانى، مصطفى سالك او داسې نور د هنري شعر د هغو سرلارو څخه دي، چې د خپلو هنري او كوډګرو ژبو په مرسته ډېرې پېښې د هنر قلمرو ته راوستلاى شي.
2_ ستړي شاعران:
دا هغه شاعران دي، چې يو مهال يې ښه شاعري كړې او د خپل هنري ځواك او استعداد له مخې يې ډېر ښكلي او عاطفي پاروونكي شعرونه ټولنې ته وړاندې كړي او اوس تر لږ منزل وروسته ستړي شوي، يانې تر لږ وخت شاعرۍ وروسته يې هنري هلې ځلې او تخليقات ډېر كمزوري شوي، ان چې د بېخي ودرېدلو هيله يې هم شته.
3_ مبتذل شاعران:
دا ډول شاعران په ټولنه كې زيات ليدل كېږي، دوى يوازې د شعر په قافيه او رديف پوهېدلي نور نو د رښتيني هنر په څرنګوالي او يا د هغه په مانا نه پوهېږي. دوى يوازې په دې ګروهمن دي، چې يوازې شعري مجموعې سره پرله پسې كتار كړي، چې ګوندې په ټولنه كې د مخكښه شاعرانو په توګه مطرح او وپېژندل شي او بس؛ لكه پخوا چې وويل شول دا ډله شاعران په درو برخو وېشل شوي:
1_ فرمايشي شاعران: دا ډله هغه شاعران دي، چې يو او بل ته په فرمايش شعرونه جوړوي او په دې خبره سر نه خوږوي، چې هنر د دوى په داسې سوليدلو خبرو زيانمن كېږي او كه نه؟
دوى يوازې خپلې ګټې په نظر كې نيسي، هر چا چې ورته پيسې وركړې د هغه په ګټه شعرونه جوړوي.
د بېلګې په توګه هغه شاعران، چې كېسټ پلورونكيو ته شعرونه جوړوي او هنري ارزښتونو ته زيان رسوي، هغه ډېر په دې ډله كې راځي. د دوى له شعرونو څخه هېڅوك څه ګټه نه شي پورته كولاى. پرته له دې، چې عام اولس ګړنګونو ته راكاږي او يا خپلې سندرې په داسې بڼه جوړوي، چې خلك شرابو، چرسو او يا هم نورو نېشو او تماشو ته راپاروي؛ لكه:
ادم خانه چرسي.
خماريان راغلي دينه.
بنګيان راغلي دينه
چرسيان راغلي دينه
شرابيان راغلي دينه
همداسې نور په لسګونو حتى په سلګونو نور.
2_ شعاري شاعران: دا ډله شاعران هم پرته له دې، چې هنر زيانمن كړي بله موخه نه لري، دوى د تل لپاره هڅه كوي، چې د وخت د ظالمو حاكمانو او نورو جابرانو ستاينه وكړي، دوى هېڅكله هم د يوه نظام پلوي او يا د يوه دريځ درلودونكي نه وي، په هېواد كې چې هر څوك حاكم وي دوى ورته خپلې ببولالې غږوي او د هغوى په مدح او ستاينه خپل وخت تېروي.
3_ شهرت غوښتونكي شاعران: دا ډله شاعران هم په ټولنه كې زښت زيات شوي دي، دا ډله شاعران، چې د ټولګو د چاپ كولو سره ډېره مينه لري؛ خو د هغوى په ټولګو كې يا خو د بل چا شعرونه وي او يا هم بې مانا خبرې وي. ځينې ښاغلي داسې هم شته، چې لس يوولس ټولګې يې چاپ شوې وي؛ خو بيا هم د شعر هنريت خو څه، چې د قافيې او رديف په څرنګوالي هم نه پوهېږي او همدا ټولګې نه ټولنې ته څه پيغام وړاندې كوي او نه هم ټولنه په هغې باندې غني كېږي او ځينې بيا ډېر پوچ الفاظ استعمالوي، چې د بېلګې په ډول له همداسې ټولګو څخه لوستونكيو ته يو شعر وړاندې كېږي، چې سرليك يې ده، (او سيكسي ليلا):
او سيكسي ليلا ګوره
او زما دلربا ګوره
ډېر ښه خوند راكوې
عجيبه ښه يې
او سيكسي
او ډيسكو
د مينې ژوب كالي دي
لاكت طلايي دي
دا جګه نرۍ ملا دې
مړه ژوندي كوي
دا كومې خوا ته ځې؟
په دې خبرو كې نه يوازې د شعر او هنر معيارونه تر پښو لاندې شوي؛ بلكې هېڅ شعري تلازمات نه لري.
كه چېرې هر سړى خپلې ورځنۍ خبرې په دې ډول سره كتار كړي؛ نو بيا خو هر سړى شاعر شو.
بله بېلګه وګورئ، چې د غني خان شعر يې څنګه په بل مخ اړولى:
د لــــــوندو خټو بهانه لږې اوبه
په ما نو رمه ازمايه زور مه كوه
غني خان بيا داسې ويلي، چې:
د لـــــــوندو خټو دارو لږې اوبه وي
ازمايي راباندې دومره زور په څه؟
همداسې ډېر شعرونه په اوسنيو ټولګو كې تر سترګو كېږي، چې دوى د نورو شاعرانو شعرونه په بل مخ اړولي.
اخځونه:
ناچاپ، ركاب.
هيله، شپږ كال، 91_ 93 مخونه.