راليږونکی : قدر ت الله درمان
ټليفونشميره: 00966595428926
برېښناليکپته: darman_af@yahoo.com
سرليک: ( په پښتنو کې د رحمان بابا د شاعرۍ تقدس)
نېټه: 20.12.2010 18:59
( په پښتنو کې د رحمان بابا د شاعرۍ تقدس)
لکه ایرانیان چې د خواجه خافظ په دیوان اکثر پالونه اوباسي . دغه شان پښتانه هم د رحمان بابا په دیوان پالونه اوباسي.او د رحمان بابا دیوان یې لکه د یو مقدس کتاب په شان د کوټې په اوجت تاخ کې ایښی وي. لولي یې کم خو احترام یې ډیر کوي.
د پشتنو په زړونو کې د رحمان بابا د شاعرۍ یو پایدار تقدس قایم دی .
نور خو نور چې پښتنو زبرګانو هم د رحمان بابا د اشعارو د تقدس په ډیره اوچته طریقه ستاینه کړي ده . د سوات باباجي علیه الرحمه دا ګفته چې.
(لمونځ که د عربۍ نه په بله ژبه کیدی شوی نو ما به د رحمان بابا د اشعارو په لوستلو کولو)
د رحمان بابا د شعر د عظمت او صداقت په لړ کې یو کوټلی سند دی.
حقیقت دا دي چې هر چرته چې پشتو ژبه ویلی شي او هر چرته چې پښتانه اوسي.
دوی د رحمان بابا د شاعرۍ ډیر قدر ډیر عزت اړ ډیره مننه کوي . او د رحمان بابا شعرونه په طور د متلونو په خبرو کې استعمالوي .ظاهره ده چې د کوم شاعر شعرونه په یوه ژبه او په یو قوم کې دومره مقبولیت حاصل کړي چې د ژبې ویونکي یې په طور دمتلونو استعمالوي ، نو د دې نه زیات د شاعر د عالمګیر مقبولیت بل څه ثبوت کیدای شي ، البته دا خبره یقیني ده چې ډیر خلک خپل اشعار هم ځینې وخت د رحمان بابا په نوم پورې اوتړي یا د رحمان بابا اشعار په خپل نوم پورې ، او یا د نورو شاعرانو ښکلي او غوریز او مقبول اشعار داسې شعر مقبولیت حاصل کړي . د مثال په توګه دا مشهوره مصرعه چې د رحمان بابا په نوم پورې تړلي شوي ده . او غالباً د قلندر ده . د رحمان بابا د نوم په وجه یې د پښتنو په معاشره کې عالمګیر شهرت حاصل کړی دی . اوس د دې مصرعې د مضمون په صداقت هیڅوک شک نه لري او دا یو منل شوی صداقت دی.
(د ازار نه چا بازار موندلی نه دی)
ماته یو بنوڅي دوست د رحمان بابا د شعر سره د پښتو د عقیدت یوه دلچسپه قیصه کړي ده .معلومه خبره ده چې بنوڅي د خپلې لهجې په مناسبت سره (خر ) ته (خار ) وایي حلانکه (خار) په فارسۍ ژبه کې ازغي ته وايی . یو بنوڅي هلک د خپل پلار نه تپوس اوکړو چې بابا :د رحمان بابا یو شعر مې اوریدلی دی خو په مطلب یې نه پوهیږم ته مې لږ د دې شعر په مطلب پوه کړه . پلار یې ورنه تپوس اوکړو چې بچیه څه شعر دي؟ بنوڅي هلک ورته ووې چې بابا! دا شعر دی
(چې په سترګو کې یې خار وي څه به خوب که
چې په زړه یې غم د یار وي څه به خوب کــا)
نو د بنیادم په سترګو کې (خار) یعني (خر) څنګه ځایدی شي؟ پلار یې ورته ووې چې بچیه ! رحمان بابا خو ډیر لوی زبرګ تیر شوی دی نو زبرګان خو دروغ نه وایي . داسې معلومیږي چې یا به په هغه زمانه کې (خرونه ) ډیر واړه وو او یا په د خلکو سترګې ډیرې غټې وې. نو (خار) به اورومرو په سترګو کې ځایدلی شو. رحمان بابا دروغ نه دي وییلي حقیقت یې ویلی دی.
دومره یقین که پښتانه د رحمان بابا د شعر په صداقت لري نو دا یقین یې په ځای دی .د رحمان بابا په شعر کې داسې اخلاص ، داسې خوبي او داسې خوږوالی او داسې بې پناه او بې ساخته سوز او ګذار او داسې ښکلي ساده ګي ده . چې پښتانه یې بې شانه متاثر کړي دي . او پښتانه عوام او خواص څه چې خپله رحمان بابا هم د خپل آفاقي شعر د اعجاز قایل دی . لکه چې وايي.
(چې منکر پرې اعتراض کولې نه شي
اې رحمانه ! دا د شعر دی که اعجاز؟)
عرض دا چې د رحمان بابا اشعار د پښتنو عوامو او خواصو دواړو په ژبه یو شان ختلي دي . او په پښتنو کې بې حده مقبول دي . د رحمان بابا اشعار پښتانه مجلسیان یعني سندرغاړي شپه ورځ په خجرو ، ښادیو ،ریډیو او ټیلیویژن کې په خوند خوند وایي. او د رحمان بابا غزلونو ته مجلسیان رباعیانې وایي او په عوامو کې هم د رحمان بابا اشعار د رحمان بابا د رباعیانو په نوم شهرت لري . د رحمان بابا د رباعیانو د وینا یو مخصوص ، مقبول طرز دی. سندزغاړي چې د رحمان بابا رباعیانې په خوش آوازۍ سره د مخصوص ساز سره په ګړنګ آواز وایي نو د هر پښتون زړه د څه ساعت د پاره د سرمدي میو په آفاقي نشه مدهوش کیږي .
(یادوونه::: دا لیکنه د رحمان بابا د دیوان د سریزې څخه راخیستل شوي ده چې ښاغلي میا سید رسول رسا پرې لیکلي ده په ۱۹۷۶ د اپریل په دیر شمه