پخوا چې فیس بک دومره عام نه و مونږ یوڅو ملګرو به زیات وخت په یاهو مسنجر د کنفرانس په خونه کې ډيرې په زړه پورې مشاعرې کولې ادبي بحثونه او مرکې به مو کولې. اوس چې فیس بک رامنځتنه شو خلکو ته يې کار وکتو د وخت تباهي ته ښه زمينه مساعده شوه چې بايد ملګري دې ستونزې ته څه بند وتړي او نور خپل قيمتي وخت په دې عبثیاتو خاورې نه کړي.
حميد احساس او نورو ملګرو غوښتنه وکړه چې بايد زاړه يادونه تازه کړو همداسې مو وکړل او د في البديه انلاين مشاعرې تابيا مو وکړه هیله ده چې تاسې به هم خوند ترې واخلئ.
سترګې چې په سترګو برابرې شي
زړه کې راپیدا ډیرې خبرې شي حمید احساس
کله چې غم وغواړي زور وښایی
اوښکې په لیمو کې مرورې شي حنیف حیران
قدر د سړي په سړي هله شي
کله چې د څنګ نه درنه لرې شي قدرت الله درمان
زړه د مین څنګه زغرې واچوي؟
جوړې چې بڼو څخه لښکرې شي حیران
دا د بې وسي کرشمې وګوره
سپینې رڼې اوښکې مرغلرې شي فضل ربي رستم
ستا په باب خبرې مې په زړه کې وي
بس چې خولې ته راشي نو سندرې شي درمان
واخله ترې مزه رستمه پرې نه ږدې
شونډې دې که خولې ته برابرې شي رستم
ځینې د ریا په مړي تويې شي
ځینې ځینې اوښکې مرغلرې شي حیران
زما د شهید حق به پوره نه کاندي
پېغلې که يې ټولې منجورې شي رستم
زه به یې څنډم ته به لمن نیسې
تورې په سپرلي کې چې ګورګورې شي حيران
بیا نو سم الهام د غزلونو وي
ستا د یاد لحظې چې زورورې شي درمان
زور دې غلیم نه وهي له مونږ سره
ګرانې به له غره سره ډغرې شي حيران
شپه د نجونو میره ستوری خال پر مخ
شپو کې ځینې شپې وي بختورې شي حيران
شونډې دی له ځایه تکې سرې ښکارې
سترګې چې کړې تورې خوندورې شي احساس
بس کړئ د پکتیا له غرونو څه غواړئ ؟
پاتې دې دا څو دانې نښترې شي حيران
بې لتا قدم په وړاندې نه درومي
سمه دمه لار کنډې کپرې شي درمان
نجونې که حیا په پرده پاتې شي
ان له ملایکو معتبرې شي رستم
وایی چې میږي ته خدای په قهر شي
شنې یې په صورت باندې وزرې شي حيران
څوک یې سپین رخسار په سترګو نه ویني
چاته یې بیا سرې شنډې شکرې شي درمان
مور چې دعاګانې چاته وکړي نو
ټولې خاطرې یې خیالي ګرې شي رستم
دنګ لکه نښتر ځوانان سرخمه کړي
خدایه پاکه ورکې دې سفرې شي حيران
تل یې پکې نوم حیرانه اخلمه
ځکه مې غزلې خوندورې شي حيران