غونډه څواني او تکې شنې سترګې یې شنې ګورګورې
خدای پیدا کړي دي په یوه څانګه کې دوې ګورګورې
ستا په رنجو لړلي اوښکې د بڼو په څوکو
څومره بې قدره په ازغو را ځنګیدې ګورګورې
په ګلابي مخ کې یې تورې سترګې سره اننګي
لکه په یو قالب کې وي چرته مڼې ګورګورې
بیګاه محفل کې کړو یو چا د تورو سترګو ذکر
نن مې بیا ټوله ورځ په زړه راوریدې ګورګورې
اوس راته مه وایه چې سرې شونډې مې تورې شولې
ما درته نه وې ښه نو څه له د ې خوړې ګورګورې
څنګ دې په شنو سترګو په سره غرمه رانجه پورې کړل
څنګه بې وخته بې موسمه شوې پخې ګورګورې
خوله مې در جار شه خو درمانه دا وعده به کوې
چې په بدل کې به یې خامخا راوړې ګورګورې
14.12.2010
- محمدحنيف حيران
ژوند لکه څوک چې د حالاتو له مېچنې ووځيوايي چې غاښ د سپي د بل سپي له څرمنې ووځيشوګير وهلي رڼا ورځ د شپې خوبونه وينيمزدور سړی خو چرګ اذان کې له بړستنې ووځيوينې د زړه به مې هم ورکړم ضرورت که پېښ شوالله دې نه کړي چې دا بڼ مې له پالنې ووځيستا د ښکلا تر تبۍ لاندې مې زړه کلک راګېر دی ګومان مې نشي چې دا باز به له ټوپنې* ووځيستا که په کار نه وي نو را چې زړه مې بل ته ورکړمبيا يې نو څ...
20.12.2010
- محمدحنيف حيران
پخوا چې فیس بک دومره عام نه و مونږ یوڅو ملګرو به زیات وخت په یاهو مسنجر د کنفرانس په خونه کې ډيرې په زړه پورې مشاعرې کولې ادبي بحثونه او مرکې به مو کولې. اوس چې فیس بک رامنځتنه شو خلکو ته يې کار وکتو د وخت تباهي ته ښه زمينه مساعده شوه چې بايد ملګري دې ستونزې ته څه بند وتړي او نور خپل قيمتي وخت په دې عبثیاتو خاورې نه کړي....