ژوند لکه څوک چې د حالاتو له مېچنې ووځي
وايي چې غاښ د سپي د بل سپي له څرمنې ووځي
شوګير وهلي رڼا ورځ د شپې خوبونه ويني
مزدور سړی خو چرګ اذان کې له بړستنې ووځي
وينې د زړه به مې هم ورکړم ضرورت که پېښ شو
الله دې نه کړي چې دا بڼ مې له پالنې ووځي
ستا د ښکلا تر تبۍ لاندې مې زړه کلک راګېر دی
ګومان مې نشي چې دا باز به له ټوپنې* ووځي
ستا که په کار نه وي نو را چې زړه مې بل ته ورکړم
بيا يې نو څه کړم چې اشنا له درملنې ووځي؟
بيا به مې ګران هيواد له ستورو نه هم بر ځليږي
خو خدای دې وکړي چې بس نور له لاسوهنې ووځي
خپلو همزولو ته هم مه کوه د راز خبرې
کېدای شي دوی کې دې هم ځينې مير څمنې ووځي
ستا د بېلتون په خبر داسې يوه درد واخيستم
لکه له صورت نه مې چې پورې اورې ستنې ووځي
زما په قتل کې جانان رقيب په څه ګرم بولي؟
ځينې ګناه وي چې حيرانه له بښنې ووځي.
ګردېز، پکتيا.۱۳ دسمبر۲۰۱۰ کال
* ټوپنه: د لومې هغه بڼه چې د يوې ولاړې تبۍ لاندې یو کوچنی کوهي وکنستل شي په څاه کې دانې وي له پاسه پرې لرګي وي کله چې مرغۍ هغه دانه خوري له لرګيو سره لګيږي په دې ډول هغه تبۍ رالویږي او مرغۍ پکې بنديږي.