مينه چې بې نومه وي
ژوند هم بې مفهومه وي

نه لري اخلاص چې څوک
عشق ورته لومه وی

خوند ورسره مينه کړي
څومره چې ماشومه وي

تا باندې تاوان يمه
تاته دې مالومه وي

څوک چې اخلاق نه لري
هر څه نه محرومه وي

دلته وي که هلته وي
رايې که چې کومه وي

خوند کړي چې ګيلې کوي
اخ څومره معصومه وي

نه لري احساس چې څوک
عمر به محکومه وي

تل چې حيران وګورې
جېب کې يې لجرومه وي.

 

پکتيا، ګردېز