بار كه په خوشبو هم وي د ګل وجود 
نه غواړي حالات يې مكمل وجود 
زه ورته راغلى يم بيا هم ګوره 
نه ښكاري صحرا ته ودان خپل وجود
څۀ د لېونتوب دوره مې تېره كړه 
و مې خوړ ټول عمر په مزل وجود
وګوره اينې ته حيرانېږه مه!
څنګه پكې ښكاري ياره بل وجود
ټول پكې راټول كړمه واړۀ توري 
ښه دى ستا ترسيم ته د غزل وجود
ما د خپلې مينې تر شا وغواړه 
څومره مې له تاسره دى مل وجود
وۍ تپان كه هېر كړې وړې مړ به شي
نه يې پرېږدي بې له تا اجل وجود
		
			
					
					
						
							20.12.2010
						
						 - محمدحنيف حيران
					
					راليږونکی : قدر ت الله درمان ټليفونشميره: 00966595428926 برېښناليکپته: darman_af@yahoo.com سرليک: ( په پښتنو کې د رحمان بابا د شاعرۍ تقدس) نېټه: 20.12.2010 18:59
( په پښتنو کې د رحمان بابا د شاعرۍ تقدس)لکه ایرانیان چې د خواجه خافظ په دیوان اکثر پالونه اوباسي . دغه شان پښتانه هم د رحمان بابا په دیو...
			 
			
					
					
						
							21.12.2010
						
						 - محمدحنيف حيران
					
					راليږونکی : قدر ت الله درمان ټليفونشميره: برېښناليکپته: سرليک: ( رحمان بابا څوک وو؟) نېټه: 21.12.2010 12:54
( رحمان بابا څوک وو؟)د دې هیڅ صحیح پته نه لګي چې رحمان بابا څوک وو ؟داسې معلومیږي چې رحمان بابا ډیر د ګمنامۍ ژوند تیر کړی دی. ځکه خو د هغوی د ژوند متعلق صحیح حلات معلومیدلی نه شي . او چې څه...