راليږونکی : قدر ت الله درمان
ټليفونشميره:
برېښناليکپته:
سرليک: ( رحمان بابا څوک وو؟)
نېټه: 21.12.2010 12:54
( رحمان بابا څوک وو؟)
د دې هیڅ صحیح پته نه لګي چې رحمان بابا څوک وو ؟داسې معلومیږي چې رحمان بابا ډیر د ګمنامۍ ژوند تیر کړی دی. ځکه خو د هغوی د ژوند متعلق صحیح حلات معلومیدلی نه شي . او چې څه معلوم شوي دي . هغه هم د نشت برابر دي . دا چې رحمان بابا د والد صاحب نوم څه وو؟ د رحمان بابا نوروه وروڼه او خویندې وو او کنه ؟ او د رحمان بابا اولاد وو او کنه ؟ د رحمان بابا خاندان څه وو ، او خاناداني روایات یې څه وو؟ قوم قبیله خپل یې څه وو ؟ معاش یې څّه وو ؟په خاندان کې یې د شاعرۍ ذوق او شوق د پخوانه راغلی وو ؟او که نو بس دغه یو نابغه روزګار ورکې پیدا شوی دی . بله دا چې د رحمان بابا که اولاد وو نو په اولاد کې یې هم د خوشخال خټک د کورنۍ د شعر او ادب ذوق قایم پاتې شوی دی او کنه مفقود دی؟ رحمان بابا د کومو استادانو نه دیني او دنیاوي علومو تعلیم حاصل کړی دی ؟ رحمان بابا د کوم قسم ژوند تیر کړی دی ، په ژوند کې ورته کوم قسم مشکلات ، واقعات او حالات پیښ شوي دي ؟او د ژوند د حالاتو د رحمان بابا په شاعرۍ څه اثر پریوتی دی ؟ رحمان بابا په خپل ژوند کې سیر او سیاحت هم کړی دی او کنه چې په کوم تپه کې پیدا شوی دی د هغې تپې نه چرته بهر ته نه دی لاړ او هم په دغه تپه کې وفات شوی دی ؟د پیدایش سن یې څه دی او د وفات سنه یې څه ده ؟ دا او داسې نورې ډیرې خبرې چې د رحمان بابا په شاعرۍ اثر انداز کیدای شي لا تر اوسه تر ډیره حده په تیاره کې پرتې دي او تحقیق طلب دي .
نور نو بیا
(یادوونه::: دا لیکنه د رحمان بابا د دیوان د سریزې څخه راخیستل شوي ده چې ښاغلي میا سید رسول رسا پرې لیکلي ده په ۱۹۷۶ د اپریل په دیر شمه