راشه چې ساه مې تر وجوده راشي
ژوند مې د خپل ځان تر حدوده راشي

د بل عزت ته سترګې مه پټوه
چرته به زيان درته له سوده راشي

رېبار دې ورک شي خدای دې داسې وکړي
چې مې جانان نن بخوده راشي

خدايه جنت هم  داسې خوند نه کوي
ورته آياز چې بې محموده راشي

د ژوند او مرګ تر منځ شهيد لالي ته
بوی د جنت وي له باروده راشي

الله دې وکړي چې ضدي جانان مې
لکه اوبه نور له جموده راشي

سپينې کوترې مو د سولې دا ځل
ګوندې حيرانه چې خوشنوده راشي.

 

 ګردېز، پکتيا ـ ۱۳ دسمبر۲۰۱۰ کال