خوب مې ليد چې څوک مې احساس ووژني
ما له آس خطا کړي او آس ووژني

ژوند له پنجابيانو سره خوند نه کړي
پرېږدئ سره کافر مې دې پاس ووژني

سترګې د ميخور که نورې سرې نه کړي
یوه ورځ به ساقی په ګيلاس ووژني

ژوند د غلامۍ نه غوره دا ده چې
پورته شي خپل ځان پخپل لاس ووژني

ما که دښمن وژني زه پوهېږم چې
ما به د خپل ورور په تماس ووژني

تا به ترې ګټي ته به رقيب ګټې
ستا حيران به  دغه وسواس ووژني.

پکتيا، ګردېز ۱۹ دسمبر ۲۰۱۰ کال