٠ د مسلمانانو د رخصتۍ ورځ جمعه ده.
٠ تر ټولو ورځو غوره جمعه ده.
٠ ادم(ع) د جمعې په ورځ پيدا شوى دى.
٠ ادم(ع) د جمعې په ورځ جنت ته ننباسل شوى.
٠ ادم(ع) د جمعې په ورځ له جنت څخه ويستل شوى.
٠ ادم(ع) د جمعې په ورځ پيغمبر شوى دى.
٠ ادم(ع) د جمعې په ورځ ځمکې ته راکوز شوى.
٠ د ادم(ع) توبه د جمعې په ورځ قبوله شوې ده.
٠ د جمعې په ورځ به قيامت وي.
٠ د جمعې په ورځ به بندگان له څښتن(ج) سره په لومړي ځل ويني.
٠ د جمعې په ورځ له دوزخ څخه ازادي تر لاسه کېږي.
٠ محمد(ص) وايي الله(ج) هره جمعه شپږ لکه انسانان له دوزخ څخه جنت ته ننباسي.
٠ دوزخ هره ورځ غرمه مهال تودېږي.
٠ دوزخ يوازې د جمعې په ورځ تودېږي.
٠ محمد(ص) د جمعې ورځ اختر بولي.
٠ د عيسويانو(نصارى) د رخصتۍ ورځ يکشنبه ده.
٠ عيسويان باور لري چې په يکشنبې عيسى(ع) له قبر څخه اسمان ته ختلى دى.
٠ ٣٢١ز د روم پاچا د يکشنبې ورځ عمومي رخصتي کړه.
٠ د يهودو د رخصتۍ ورځ شنبه ده.
٠ يهود وايي څښتن(ج) په همدې ورځ په نيل سيند کې ژغورلي دي.
٠ يهود د موسى(ع) پيروان دي.