راليږونکی :سید نجیب الله سادات
د راليږونکي پته :najibsadaat@yahoo.com
نيټه : 18-06-2008
غزل

دا خو رښتیا ده چې مرغان نه یووزر نه لرو
خو داسې نه ده چې په تاباندې نظر نه لرو

مونږ د یوې پاڼې د سیوري پسې چېرته لاړو
سبب یې دادې چې چنار نشته نښتر نه لرو

په پردي ښارکې مو دا دنګه ځواني ډېرخوښوي
ښکلي هم ډېر دي خوپه دې ښکلو باور نه لرو

زموږد زړه ښار ته چې دوي په دومره مینه راځي
مونږ د هنداروپه شان زړه لرو نه زر نه لرو

( ساداته) دا خبره نه منم چې څوک یې وایې
چې زړه لرو خو پکې چېرې د ړزه سر نه لرو

سيد نجیب الله سادات