له څو ورځو راهيسې د غره په لمن كې يو ځوان ليدل كېده. كله به د ونې سيوري ته، فكرونو سيورى پرې غوړولى و. ځينې وخت به په شنو جلګو كې په ليكلو لګيا و، يا به هم د كورونو په منځ كې ګرځېده. څوك څه پوهېده چې دى به څوك وي او څه به غواړي. د كلي ووړكيو به چې ترې وپوښتل څه كوې؟
 په خوږه ژبه به يې ويل:
 ګرانو! څوك به وي چې څه نه كوي. ووړكيو به وخندل، بيا به يې وپوښتل:
 موږ هم دا وايو چې كار راوښيه!
 ده به په موسكا وويل:
تاسې غواوې پيايئ، مېږې مړوئ او وزې هم څړځايونو ته راولئ، دا ستاسو كار دى، خو زه د خلكو فكرونه پيايم او له مرګ څخه يې ژغورم. له جېب څخه به يې قلم او كاغذ راواخيست. دا وينئ قلم لكه لُور او كاغذ د څادر مثال لري. ستاسو ډېر كليوال ورشو ته له لُور او څادر سره راځي، واښه رېبي، بيا يې په اوږو كور ته وړي او خپل څاروي پرې مړوي. زه هم دغه ډول كوم.
دوى به حيران پاتې شول، فكر يې كاوه چې ځوان لېونى دى، يا خو يې ډېر سبق ويلى، اعصاب يې له لاسه وركړي دي او اوس په اپلتو سر دى.
خبره په ټول كلي كې خپره شوه. د دې ناپېژندويه كس په هكله به چې ووړكي غږېدل د مشرانو له خوا به ډول- ډول غبرګون څرګندېده. يوه ورځ مازيګر وخت د كلي خلكو وويل چې د ځوان ليدل په كار دي، چې په ډاګه شي ايا روغ دى، كه لېونى؟ كومه روحي ستونزه لري او كه د لوړ خيال او ژور فكر څښتن دى؟ ټول كليوال د ملا په مشرۍ روان شول. له ځينو كسانو سره دا تشويش هم و چې ځوان به لېونى وي، كه دوى وويني ترې ونه تښتي. ملا هم په تلو_ تلو كې څو واره ورته وويل چې له ځوان سره به توندخويي نه كوئ او نه به هم د هغه په خبرو پسې خاندئ.
بالاخره يې په شنو جلګو كې يې پر هغه سترګې ولګېدې. د كلي هلكان هم شا و خوا له خپلو مالونو سره ګرځېدل. كليوال يې چې وليدل ورته راغلل او ورته يې وويل: هغه ناست كس په خپله هغه لېونى دى.
په ملا پسې خلك داسې رهي وو، لكه د شاتو مچۍ چې په خپل امير پسې غوټه روانې وي. ځوان د دوى مخې ته راغى او روغبړ يې ورسره وكړ. ملا وويل:
موږ غواړو له تا څخه څو خبرې واورو. چې معلومه كړو روغ يې كه لېونى؟
ځوان هسك غوندې شو: زه تاسو ته لېونى ښكارم؟! يوه كليوال وويل: روغ خلك خو په غرونو كې نه اوسېږي. د ځوان له نرمې موسكا سره سپين غاښونه داسې اېسېدل لكه نوى سپين غوړېدلى ګلاب. بيا يې وويل:
الماس تر ټولو ګرانبيه كاڼى دى. خو د كمرونو په منځ كې پيدا كېږي. زما خبرې او د كاغذ پرمخ ليكنې تر الماس هم ګرانبيه دي. خلكو غوښتل وخاندي، خو د ملا تنډه يې چې وليدله دا يې ترې درك كړل چې مه خاندئ.
ځوان ځان پرې پوه نه كړ. بيا يې وويل: د هغو لوړو كمرونو له سر څخه رڼې اوبه راوځي. د ښار لوري ته بهېږي او خلكو ته ژوند وربخښي. بيا يې د غره ډډې ته لاس ونيو: زه هم په دغو كمرونو كې ګرځم، داسې څه لاسته راوړم چې د خلكو فكرونه پرې خړوب كړم او له مرګ څخه يې وژغورم.
خلك په حيرانۍ كې پاتې شول او دا يې په فكر كې راتلل چې ځوان لېونى نه دى. دومره لوړې خبرې كوي چې زموږ عقل يې ارزولاى نه شي او چې لار وركه كړي، نو پر ده د لېوني ټاپه لګوي.
بيا يې وويل: كه زما زړې او خيرنې جامې د لېوني درته ښكاري، دا هم غلط فكر دى، ځكه چې خزانه په كنډواله كې وي. بيا يې لمر پرېواته ته مخ واړاوه، د لمر سترګه د غره تر شا پټېدله او تورو تيارو ته يې د ځمكې غېږ پرېښووله.
ده وويل: د سترګې لوېدل د ګهيځ د راتلو زېرى لري. دغه ډول ستاسو مرګ هم د بيا ژوندي كېدلو ثبوت دى. خو ولې تر مرګ وروسته او تر بيا ژوندي كېدلو وړاندې خلك خپل نوم ژوندى نه پرېږدي. مطلب مې دا دى كه د ځانغوښتنې ښكار شوئ، نو كومه ورځ چې په قبر كې كښېښوول شوئ او خاورې درباندې دلۍ شوې، ستاسو ياد به ستاسو بدن په قبر كې وكړي، چې د هېچا تر غوږونو به ونه رسېږي. كه د انسانيت لپاره كار وكړئ، چې انساني ټولنه د ځمكې پرمخ ژوندۍ وي، ستاسو نوم به هم ژوندى پاتې شي.
د لوړو خيالونو او ژورو فكرونو څښتن ځوان خلكو ته اشاره وكړه چې ګردچاپېره ترې كښېني، بيا يې وويل: هرڅوك چې كوم ډول مشوره غواړي وربه يې كړي.
د كلي ملك وويل: له دومره كم عمره ځوان څخه داسې پخې خبرې اورېدل د تعجب ځاى دى.
ځوان موسك شو، ښى لاس يې پر سر كښېښود: ته وا څه فكر كوې. بيا يې وويل: هېڅ د تعجب ځاى نه دى، تاسې چې دكان ته لاړ شئ او مېوه رانيسئ، دا نه لټوئ چې مېوه د زړې ونې ده، كه د ځوانې، خو په دې هڅه كې ياست چې تازه وي، داغ ونه لري او له چينجي وهلو څخه هم روغه پاتې وي.
ځوان چې خبره پايته ورسوله، داسې غلى شو لكه هېڅ چې غږېدلى نه وي. ملا وويل:
كه په ترتيب سره د هرچا مشوره واورئ او څه پرې زيات كړئ. له سر څخه يې لاس ليرې كړ، پر دوى يې د نظر غشي سپاره كړل، يوه سړي ترې وپوښتل: زه غواړم خلكو ته كار وكړم او په هغوى كې نوم وګټم. له ډېر وخت راهيسې دا هڅه كوم، خو بريالى نه شوم.
ده بې له ځنډه ورغبرګه كړه: يو مرغه دى، چې ټغټغنى يې بولي. نسل يې ډېر كم دى، د دې لپاره چې د دوى ياد د خلكو په زړونو كې اباد پاتې شي، ماخوستن د خلكو د څملاستو پر وخت د شپې تر خوږې شومې (هغه وخت چې خلك ښه خوب وكړي، بيا راويښ شي) وروسته او د ګهيځ ملا بانګ پر وخت، په هوا كې يو بل خوا الوزي او چغېږي.
وجه دا ده چې د ورځې به په نورو مرغانو كې معلوم نه شي او د شپې له خوا خلك غلي وي. مرغان نه وي او غږ هم ليرې ځي. مطلب مې دا دى چې يو كس كه په يوه كار كې وځلېږي، موږ ته ښايي بل كار ولټوو، كېدى شي له هغه څخه ښه وځلېږو. كوم څه چې ته كوې له تا څخه به يې نور كسان د كولو وړتيا زياته لري، خو كېدى شي بل كار هم وي، چې د هغه وړتيا ته ولرې او له نورو څخه يې ښه ترسره كړې.
له ده څخه يې مخ واړاوه، بيا يې وويل: نور څوك څه وايي؟
د كلي خان وويل: د زمانې هوښياره! ډېر شته او جايداد لرم. تجارت مې پلرنۍ دنده ده، زكات او صدقه باسم، ته څه په كې وايې؟ د پرښتې په څېر ځوان غلى غوندې شو، بيا يې وويل: ستا مال داسې مثال لري لكه لوى دېګى چې له پاكو اوبو ډك وي. بيا يې يو بل لوري ته وكتل. د غوا غوشايي په نظر ورغلل، راوايې خيستل، دوى ته يې په لاس كې ونيول: دا ډېر لږ شى دى، كه زموږ لاس يا كالي پرې ككړ وي، د دېګي په لږو اوبو يې مينځلاى شو. خو دغه لږ شى چې په ډېرو لږو اوبو يې اثر وركېده، د دېګي منځ ته واچوو، ټولې اوبه به چټلې شي. مطلب مې دا دى چې ستا مال د پاكو اوبو حيثيت لري، خو كه په راكړه وركړه كې بېځايه قسم وكړې، يا كوم بل سوداګر ته دوكه وركړې، چې ډېر وړوكى څيز به درته ښكاري، خو ټول ولى مال دې ناولى كوي.
د خلكو په منځ كې يو سړى حيران ناست و، ځوان ورته وويل: ته څه وايې؟
 هغه وويل: زه ناپوه يم، ما ته به څه وايې؟
هوښيار لاس جېب ته كړ اورلګيت يې راوايست: د ناپوهۍ او اورلګيت مثال يو دى، اوس چې په تا كې ناپوهي پټه ده، دغه ډول په دې اورلګيت كې سرې لمبې پټې دي، خو كه دا اورلګيت بل كړو او شنو وښو ته اور وركړو، همداسې به پسې زياتېږي. غر به هم اور واخلي، څاروي به وتښتي، مرغان به والوزي، نورې سيمې به هم ترې متاثره شي. د ناپوهۍ درملنه له پوهانو سره وي. تا ته ښايي چې له دوى سره په هر كار كې مشوره وكړې، چې زيان وانه ړوې.
بل جېب ته يې لاس ننه ايست، ډبلى يې راواخيست: په دې ډبلي كې يو ډول زېړې اوبه دي، اوس يې هېڅ اثر نه برېښي او په ډېر واړه ځاى كې پرتې دي، كه كار ترې واخلو، زړونه اراموي، روح ته هوساينه وربخښي، څومره چې ډېرې وي، هغومره پراخه سيمه نيسي او هرڅوك چې دې سيمې ته راننوځي، د خوښۍ احساس به كوي.
دا وه د پوهې بېلګه، يانې پوهه لكه خوږبويي ده. هوښيار بېرته غلى شو. خلك د ده خبرو ته ګوته پر غاښ وو. ملا صاحب وويل: هوښياره! په عمر دې بركت شه، په ليريو پرتو سيمو كې زما په وړاندې بل ډول تعبير كېږي، ما يو څه ويلي وي او خلكو بل څه ترې جوړ كړي وي.
هوښيار وويل: مولوي صاحب! د غره له سر څخه مست او څپاند سيند جوړېږي، تر كومه ځايه چې دا سيند له خلكو څخه په امن كې دى، ماهيت ساتي او اوبه يې د څښلو دي. خو كله چې تر خلكو ورسېږي، خوسا اوبه ورګډېږي، ډول- ډول شيان په كې اچول كېږي. اوبه يې اصليت له لاسه وركوي او څښل يې زهر ګرځي. ستا ويناوې هم دغه ډول دي، تر ليرې ځايه چې رسېږي، يو كس يې كه ستا په ډول ووايي، د بل تر غوږونو سمه ونه رسېږي. بل څوك څه پرې زيات كړي، يا څه ترې ليرې كړي او ستا خبره پر بل مخ واوړي. ملا وويل:
په ژوند دې ارام، چاره يې څه ده؟
هوښيار په موسكا وويل: كفاره وباسه. ملا حيران غوندې شو. دا خو ګناهكار كفاره باسي.
هوښيار وويل: ته هم ګناهكار يې.
ملا لږ په تونده ژبه وويل: استغفار ووايه، بېګناه خلكو ته ګناهكار ويل په خپله د ګناه سبب كېږي.
هوښيار ورغبرګه كړه: ته بايد توبه وباسې، ځكه زما په وړاندې دې بېځايه پرېكړه كفر ته باسي. نور نو ملا دا ښه ګڼله چې اصلي موضوع پرې وسپړي، ورته ويې ويل: دا يې زه ګناهكار، څه ډول به له دې جنجال څخه خلاص شم؟
_ په دې سيمه كې به نور عالمان هم وي، په هغوى پسې به خبرې نه كېږي، وجه دا ده چې ستا د علم پانګه به زياته وي او هرڅوك له خپل وس سره سم مسوول دى. په دې كلي كې ستا ځاى بند پاتې كېدل له خپلې پوهې سره جفا او له خلكو سره دښمني ده او مثال يې داسې دى لكه څوك چې پاكې اوبه ډنډ ته واچوي، دا اوبه د وخت په تېرېدو سره خوسا كېږي. تا ته ښايي نورو سيمو ته هم لاړ شې، خلك د خداى لوري ته راوبولې، خپلې سمې ويناوې د هغوى تر غوږونو پورې ورسوې او خپل رسالت ترسره كړې.
نور نو پوه خلك كار كوي او ناپوه خبرې. دومره خبرې بس وې، بله ورځ بيا راشئ. هوښيار سم له لاسه جګ شو، د غره ډډې ته وخوځېد او خلك بېرته د كلي خوا ته روان شول.