چې فطرتي حسن نواز نه وي
دهغه زړه څه امتياز نه وي
سورۍ کڅوړه، زړه، که ورانه کنډر
څه يې ګڼې چې پکې راز نه وي
شپه دوصال عجيب سکوت خوروي
زړونه درزيږي خواواز نه وي
په يار دخدای مينه اول ده ځکه
چې حقيقت راشي مجاز نه وي
هغې اداء کې زور له کومې راشي
چې ورپسې دښکلي ناز نه وي
چې زوريې نه لرې ورګورې څله
ګوتې غوڅيږي چې شهباز نه وي
خيرخواه دزړه مرغه دې مړ وګڼه
چې يې دعشق په لور پرواز نه وي.
19.04.2007
- محمدحنيف حيران
له څو ورځو راهيسې د غره په لمن كې يو ځوان ليدل كېده. كله به د ونې سيوري ته، فكرونو سيورى پرې غوړولى و. ځينې وخت به په شنو جلګو كې په ليكلو لګيا و، يا به هم د كورونو په منځ كې ګرځېده. څوك څه پوهېده چې دى به څوك وي او څه به غواړي. د كلي ووړكيو به چې ترې وپوښتل څه كوې؟ په خوږه ژبه به يې ويل: ګرانو! څوك به وي چې څه نه كوي. ووړكيو به وخندل، بيا به يې وپوښتل: موږ هم دا وايو چې كار راوښيه! ده به په موسكا وويل:تاسې غواوې پيايئ، مېږې مړوئ او وزې هم څړځايونو ته ر...
26.04.2007
- محمدحنيف حيران
دخالص بابا ټولنه چې په پام کې لري، دخالص بابا په لاندې شعر طرحي مشاعره وکړي او له مشاعرې وروسته د همدې طرحي شعرونو ګډه ټولګه خپره کړي، مه خانده ظالمه کړپهار دزولنو ته مېګوره نتيجه کې اخر کار دزولنو ته مې دپورتنيوڅرګندونو يادونه څه موده مخکې درسنيو له لارې شوې اوتر تاسو در رسېدلې وه، نواوس چې دمشاعرې دکېدو اود ګډې ټولګې چاپ ته وخت کم پاتې، نوځکه يو ځل بيا له تاسو هيله کوو، چې که چا پر دې ليکه شعر ليکلی وي اويايې ليکي...