هغه وخت چه زه يو خپلواكه بادشاه وم ،او هغه وخت چه ما ته د ګټې او تاوان اهميت نه ومعلوم ،او بلاخره هغه وخت چه ماته دژوند د ستونزو بار نه و راپه شاشوې،د نن ورځې په څير راته ياد دي چه كله به ما دهمزولو سره يو ځای په توی ( خوړ) كې ولمبل كورته به راغلم،پاكې جامې به مې واچولې.سر به مې په تيلو غوړكړ.سترګې به مې هم تورې كړې،بيا به نود بازار څخه زموږکلې ته دراغلې لوې لارې په سر كنياستم .چه ژر مې له خيره پلار له وظيفي څخه راشي او ما وګوري،پلار به مې چه څنګه له وظيفي څخه راغلواو زه به يي وليدم .نو له واره به سيني ته جوښت كړم او په دواړه مخه به يي ټينګ ښكل كړم او راته به يي وويل چه،زويه څومره ښكلې شوې يي،بيا به يي په چپ لاس كې ونيوم او په ګډه به كورته لاړو،اوس چه زه له وظيفي څخه كورته ځم،نو( حمزه) راته د لاري په سر ناست وي،هغه هم له خپلو همزولو سره په توې كې لمبلي وي،پاكې جامې يي په تن وي،سر يي په تيلو غوړوي،او سترګي يي هم توري وي ،زه چه ورورسيږم نو سينې ته يي جوخت كړم،په دواړه مخه يي ټينګ ښكل كړم،اوورته ووايم چه،زويه څومره ښكلې شوې يي،بيا يي په چپ لاس كې يي ونيسم او كورته روان شو،اوس زه هم يو پلار يم.

حمزه:زما څلوركلن زوې دی.