خيردى که خپل زړه مې په درد کې سوى سکور پيدا کړو
اخير مــې ستا زړه کې د خپــلې ميـــنې کــــور پـــيدا کړو
چــــــې ته مــــې خپل شـــوې زه پـــروا د دونــيا کله کوم
څــه که لـــه دې دونــيا مــې درد پيــدا پيــغـور پيــدا کړو
زمـــا ژوندون دې لـــه خوښـــيو لــه رنګــونــو ډک کړو
ستـا پــه ليــمو کـې مې چې خپل جهان سمسور پيدا کړو
زه د حـــالاتــو کـــش مکـــش لــه پښـــو ايســـتلى ومـــه
ستا په راتلو مــې د ژونــدون د جګـــړې زور پيـــدا کړو
ستـــا پــه پريشـان ، پريشـان اوربل کې مې ګـلرنګه ياره
د خـــپل پريشـــانــه ژوندانــه پريشــان انځــور پيــدا کړو
ستا د قـدم ښکالوچې سـاز کړو ژوندى شـور کړو ژونـدى
ما هــم د ژوند پــيکه سنـــدرې تــه تــرې شــور پيـدا کړو
کومـــې خنــــدا چــــې انديښمــــــنه رنځـــور کــړى ومه
اوس مــې هغــو شــونډو کـې خوږ زړه ته ټکور پيدا کړو