هغه بې وعدې چې څه په خوله وايي
چا يې زړه سپـــــــړلی چې له زړه وايي
څومره تېروتـــــــــلي پرېـــــــوتــــلي دي
ستورو ته چې خاورې ستا د پله وايي
ګوره خو بس دا چــــــې زه او ته څـــه يو
زړه مه خوره په دې چې خلک څه وايي
وچ يې چې شي فکر ژوند رښتيا ګڼي
تږي سرابونو ته اوبــــــــــــــــــه وايـــــــي
سوي ارمانونــــــه اخلي اور زمـــــــــوږ
پوی دې کړه نظر چې لږ ســـــاړه وايي
مرګ به هم خاموش د حـــسن غږ نه کا
سترګې يې سندرې ته رانــــجـــه وايي
خدای دې خوار کا نوم دې د غزل کړ بد
ښه وايي ياران درمله ښــــــــه وايــــــي.