راليږونکی :هنر مل کاکړ
د راليږونکي پته :m.ali.omure@gmail.com
نيټه : 04-08-2008
لاړم ديارانو له بهــــــــيره مرګي وايســـــــــــــــــتم
زنګ غوندې کړۍ وم له زنځيره مرګي وايستم
ښکلي به خوبـــــــــــــــونه دبرزخ پر خاوره وکړمه
شکر چې دژوند غوندې له ويره مرګي وايستم
څنګه مې وا نه خېست دغه تور دغه پېغوراشنا
څنګه دې دمينې له تقصيره مرګي وايـــــــــــستم
بل څوک پکې پرې نه ږدې وفاکوه پښتو کــــوه
زه که دې دزړه له ويړ جا ګيره مرګي وايســــــــتم
څومره مې ډالۍ کړې هنر مله ورته مړې اوښکې
بيا هم د دنيا له هر تصويره مرګي وايستــــــــــــــم

لیږونکئ
محمدعلی عمری
جنوبي پښتونخوا مسلم باغ
m.ali.omure@gmail.com