نور به ظلمونه ستم نه کړو خراسان باندې
راځئ لاسونه سره کېږدو په قران باندې

نور به په تور سپين پسې نه ګرځېږو
صرف قسم به په پاک خدای ورکوو
که چا پښتو که چا دري ويله
زړه  کې به يو بل  لره ځای ورکوو
که مسافر له هندوستانه هم وي
چې نيت يې ښه وي کور کې چای ورکوو

جنګ به نور کوو په ژبه او زبان باندې
راځئ لاسونه سره کېږدو په  قران  باندې
 
چاچې خبره د نفاق کوله
هغه به وباسو  له خپل کلي نه
څوک چې  زمونږه سره  مينه لري
هغه به راولو  له بل کلي نه
نور به کرنه د ازغو  نه کوو
جوړ به کړو  سور د سپرلي ګل کلي نه

ټول به په لپو خاورې واړوو خزان باندې
راځئ لاسونه سره کېږدو په قران باندې

ډېر به پښتو پسې هم نه ګرځېږو
هره خبره شرېعت ته سپارو
غم که غريب جوړ کړو که خان جوړ کړو
دواړه به يو شان عدالت ته سپارو
که د چا خوښه وي که نه يي وي خوښه
فيصلې ټولې قضاوت ته سپارو

پښتو به پورته پورته نه بولو اسمان باندې
راځئ لاسونه سره کېږدو په قران باندې

ځان به جهان لره په خوند سوزوو
د ځان لپاره جهان نه خرڅوو
نور به مو ګيره او عمل يو وي
سره د ګيرې ايمان نه خرڅوو
جهاد به ټول د زړه په مينه کوو
په دغه نوم به ځوانان نه خرڅوو

دغه څو سختې دي منو به يې په ځان باندې
راځئ.................................

که مو کورونه او که سر پکې ځي
د کليو ماتې دراوازې به ګټو
هر يو غدار لره به دار جوړوو
د شهيدانو جنازې به ګټو
له زندانو به ورته پلار راولو
د يتيمانو اوازې به ګټو

لوبې به نکړو د شهيد ښکلي ارمان باندې
راځئ...............................

له مونږه هيڅوک مخکې تللی نه شي
خو مونږه ځان وخت سره سم جوړوو
ټيکنالوجي پيغور دې نه راکوي
کني دنيا ته سره غم جوړوو
ورته چيلنج دی دوی دې هم جوړ کړي
مونږ له ځوانانو ځنې بم جوړوو

څوک به کامياب نشي زمونږ افغانستان باندې
راځئ..................................ږ

د وطن هر کونج  مو د زړه ټوټه ده
نه به لوګر نه به پغمان بر ګڼو
نه به طرف د تخار بلخ يادوو
نه به پکتيا نه به بغلان بر ګڼو
نه به کندز نه به هرات يادوو
نه به کابل نه به لغمان بر ګڼو

صادقه لوټه به يې ورنکړم جهان باندې
راځئ...............................