له کله چې پښتني ځوانانو خپل دهویت او ژبې دڅرګندېدو لپاره ګامونه اوچت کړي دي ، له هم هغې ورځې پښتو ژبې خپل ځای نظر وپخواته موندلی دی ، داچې په دې اته کلونو کې له کله چې پښتو ویب پاڼې د مزیو پرجال زنګېږي ، ډېري لاس ته راوړنې یې پښتني لیکوالو ته ورکړي ، چې ټوله یې یوه لویه ذخیره د پښتو ژبې لپاره حسابېږي .
داچې په تېرو کلونو کې کومې ویب پاڼې ډېري ځلېدلي او چلوونکي یې خوراډېر کارنده او خپل ورځې شپې یې ورته سبا کړي دي ، ډېري به وي ، خو دلته به یې زه دڅوویب پاڼو یادونه وکړم ، چې په دې ورستیو کې یې ترهرڅه ډېر پرمختګ موندلی او باید د ټولو پښتنو لخواوستایل شي ، ځکه همدې ویب پاڼو په وسیله لیکوالان له نړۍ څخه یوځای کېږي ، له همدې ویب پاڼو څخه پښتانه لیکوالان خپل احساسات بیانوي ، ځکه موږ خو نه کوم تلویزون لرو، نه کوم رادیو چې ورباندې ونازیږو، زموږ ټوله اوسنۍ ویاړنه همدا پښتو ویب پاڼې دي .
په ډېرو غښتلیو ویب پاڼو کې نن ورځ ، ټول افغان، روهي ، مورچل ،غورځنګ،بېنوا، تاند،لراوبر، دعوت او .. ویب پاڼې دي ، چې نومونه یې موږ په ډاګه اخیستلی شو.
نوموړې یادي شوي ویب پاڼې چې چلونکې یې دخپلو ورځنیو کارنو سره سم ، ددې ویب پاڼو منځپانګه هم ډکوي ، ډېر تکلیفونه کاږي ، چې واقعیاً دکومې بلې ژبې هیڅ کس همداډول وړیا خدمت نه کړی او نه یې هم کوي .
موږ او تاسو نن ورځ وینو، چې دافغان ضد کلتوري فعالیتونه نن ورځ د ګاونډي هیواد ایران او همداډول نورو بحرنیو کړیو لخوا په هېواد کې ترسره کېږي ، چې هري مجلې ، ویب پاڼې ، تلویزوني شبکې لپاره ، په ډېر شمېر مالي او مادي مرستې کېږي …
خو پښتون بیا هم سرنه ټیټوي او دخپلې ژبې ننګونه کوي، او ددې دومره غلیمانو په منځ کې خپل سراوچت کړی ، او دانټرنیټ په مټ یې خپلو چاروته پرمخیون وکړی دی، نن همدې ویب پاڼو وکولای شول چې له امریکاڅخه کابل ، او هرات څخه کندهار ، او همداډول دنړۍ کوټ کوټ یې سره نښلولي دي ، ترڅو لیکوالان وکولای شي ، دغلیمي عناصرو پر وړاندې چې زموږ د ژبې وراندېدو هڅې کوي ، یو بل سره خبر وکاندي ترڅو خپل سنګر ټینګ ولري ، او خپل دپاک کلتور او ژبې دفاع وکړي .
په همدې هیله چې زموږ مشران او هغه کسان چې شتمن دي ، ددې ویب پاڼو دچلونکو سره مادي او مالي مرسته وکړي ترڅو همدا زیار تل لپاره وګاللي ، او خپل ژبه د سیالانو ترڅنګ ودروي .
مخکې دټول افغان او بېنواویب پاڼو لیدونکې خورا ډېر برېښېدل ، خو نن ورځ هغه څه چې له ورایه ښکاري ، نویو ویب پاڼو یې مخکښي کړې ده ، او اند اوس خو داسې هم شوي دي ، چې تربېنوااو ټول افغان ویب پاڼو ډېر په زړه پوري او ډېر مطالب خپروي ، په دې ویب پاڼو کې داسې ویب پاڼې هم شته چې ډېری مطالب یې بېله نوم څخه څرګندوي ، له دې جملې څخه مې بعضوویب پاڼو ته ایمیلونه هم ورکړې وه ، ترڅودخپلې ویب پاڼې د چلونکي نوم راته په ډاګه کړي ، خو نوموړو په تکرارسره ماته ویلې ، چې یو افغان یم او خپل ژبې ته چوپړ کوم ، دامهمه نه ده چې نوم مې څه دی ،او دکوم ځای یم ، خو که غواړی چې زموږ سره یوځای شئ ، زموږ ملاتړ وکړی ترڅو خپل زیار له دې هم ډېر کړو، او خپله ژبه لا دبریالۍ څوکې ته ورسوو.
بېنواویب پاڼه له کله چې له بېنواټولنې څخه بېله شوې ده ، یوازنی علت یې هم داوو، چې خپل ملګري یې له لاسه ورکړل، ځکه ویب پاڼه هم لکه مخکې چې مې یادونه وکړه ، دځان ونه بلل شې ، باید د ټول ولس شتمنې وبلل شې، نو له همدې لامله اوس نویو ویب پاڼو یوازنی علت همدادی چې دبېنوااو ټول افغان ویب پاڼو څخه یې پرمخیون کړی.
هغه دادی چې بېله داچې خپل نومونه په ډاکه کړي خدمت کوي ، او هیڅکله یې ځان ستړي نه دي بللي ، بلکې ورځ په ورځ د لا غښتلي نارې وهي ، او خپلو ویب پاڼو کې ورځ په ورځ نوي نوښتنونه رامنځ ته کوي .
دبېلګې په توګه : دتاند، مورچل، لر اوبر ، دعوت ، روهي .او … ویب پاڼو په دې ورستیو کې خورا دپام وړ کارونه ترسره کړي ، چې تاسو یې خپله هم شاهدان یاست .
دپردي کلتور پر وړاندي که همداډول نوی کهول نه وي ، ډېره به لیرې نه وي ، چې هر څه رانه واخیستل شي ، او بیا هیڅ هم ونه کړل شو.
په همدې هیله یو چې یو اوبل ته ددې لا س ورکړو، او خپل ددې نوي ځواني ډلې سره همکاري وکړو، او دې ته یې وهڅوو، چې ستاسو کارونه رنګ راوړي ، او بې رنګ نه دي …
په همدې هیله .
کلیواله پښتنه مینه
وحید کمال - کراچي