راليږونکی :ن س
د راليږونکي پته :noonseen@yahoo.com
نيټه : 08-12-2008
خپله سوځم ېې خطونه ،بیله بیله ورته ژاړم
پکې وریت شي تیر وختونه ، بیله بیله ورته ژاړم

نه پوهیږم ستا به کوم وي خو د درستې قافلې زه
ښکلومه د پښو پلونه ، بیله بیله ورته ژاړم

بیله بیله کتیبې د هر شهید ژڼکوټي لولم
ګرځم ګورمه قبرونه بیله بیله ورته ژاړم

یوه ډله ګلورین په تکبیرونو په لار راشي
وي تړلي ېې بمونه، بیله بیله ورته ژاړم

ځای په ځای کې هدیرې وي فلسفه د کربلا وي
ګیر چاپیر ه وران کورونه بیله بیله ورته ژاړم