د پکتيا د غرو بلبله وم اوس نه يم
زه په زړه ډېره شډله وم اوس نه يم
ماتوه مې په تېره تبرګي باندې
زه پخوا خوږه سنځله وم اوس نه يم
د جانان د غاړې هار وم ځنګېدمه
څومره ښکلې مرغلله وم اوس نه يم
بې وفا شوې د رقيب څنګ دې اختيار کړو
ستا د جګې شملې ګله وم اوس نه يم
د زرکينو سترګو تور مې ټول اوبه شول
په زيارت کې ډېوه بله وم اوس نه يم.
http://www.facebook.com/photo.php?pid=31067262&id=1140251204&comments&alert&ref=notif¬if_t=photo_comment_tagged
20.09.2010
- محمدحنيف حيران
حيران صاحب سلامونه!ستا د غزل په مطلع خپل يو مات ګوډ غزل درلېږم، هيله ده چې خوښ به دې شي.( ساه پکې راشي او ژوندی شي سړیچې شي مين ايله سړی شي سړی )چې د چا ګل زړګي ته لاره وکړيد چا د ګل زړګي زړګی شي سړیچې مينه نه لري او درد نه لريد ژوند د زړه د سر ازغی شي سړیچې د ښايست پر ملک دې راج وکړمهزړه راته وايي چې کرزی شي سړیوتلی شي د محبت له اودېکه له اودې د ژوند و...
07.10.2010
- محمدحنيف حيران
اوزګار يم چې دا چم او کلی ګران تما ميږيد سر په بيه هر يو ښکلی ګران تما ميږيچې ته مې د ملت له درد ه سترګې پټوې نوبس ماته هم ويل ښاغلی ګران تما ميږينازونه د ې د سترګو په ليمو جانانه وړم خودي زړه ته مې په ناز منلی ګران تما ميږيچې ته را ته له ورا يه غلچکۍ خندا ونه کړېدا ژوند را ته په غم لړلی ګران تما ميږيپه خوله که ،اظهار، نه ستا يم د حقې لارويانقلم مې په هنر کې غلی ګران تما مي...