اوزګار يم چې دا چم او کلی ګران تما ميږي
د سر په بيه هر يو ښکلی ګران تما ميږي
چې ته مې د ملت له درد ه سترګې پټوې نو
بس ماته هم ويل ښاغلی ګران تما ميږي
نازونه د ې د سترګو په ليمو جانانه وړم خو
دي زړه ته مې په ناز منلی ګران تما ميږي
چې ته را ته له ورا يه غلچکۍ خندا ونه کړې
دا ژوند را ته په غم لړلی ګران تما ميږي
په خوله که ،اظهار، نه ستا يم د حقې لارويان
قلم مې په هنر کې غلی ګران تما ميږي

مرجان ،اظهار، مانسهره