راته ودې کړې ډیوې وړې خــــــبرې
تنهايي دي کړې وړې وړې خبــــــرې
زه درتول به کړم داوښکومرغلــــــــرې
که په تول دی خرڅوې وړې خــــبرې
توری کم شول چی سندرې کړم ترې جوړې
ته اوخدای که نه کوې وړي خــــــــــــبرې
سندرماري دسپین مخ کتا ب دې خورکړه
چی ترې زده کړمه خوږې وړې خبرې
ځوانیمرګې دځوانۍ چل دې زده کــــــړی
داچې کړې کږې وږې وړې خبـــرې
تاج ابادبورډ۲۵/۹/۰۹


---------------------------------------------------

غــــــــزل
لکه شبنم دګل په پاڼوکې رغښتلی جانان
سم لکه اوښکه په لیموکې مې نغښتلی جانان
دزړګي وینه رسوم دپرهرڅړیـــــــــکو پسې
خوږه نغمه ده درباب له تار وتلــــــی جانان
لکه دوعالـــــــــکه دروداوکله کاردثـــــواب
دخوږایمان په شانې ګران راته سپیڅلی جانان
بس په سندرومین شوی یم له هغه وخـــــــته
ماچې له کله دیارۍ په تارتــــــــــــړلی جانان
دی که مې نوم هم چیرته نه اخلي په تشه خولګۍ
په ماخوګران دی ماپه لوی الله سپارلی جانان
اخیرترمنځ موفاصلې شولې دمځکې واسمان
هلاله چیرته يې اوس ته اوچیرته تللی جانان
بورډ تاج اباد
۱۵/۱۱/۰۹