(( بيا مې چې د خيال په ګوتو ونيوې
خيال ته مې د فال په ګوتو ونيوې ))
جوړ يې د هنر په لاس منګی کړلو
زړه مې د کولال په ګوتو ونيوې
دا سړی شاعر و چې يې خپل کړلې
ده د خپل کمال په ګوتو ونيوې
زه دې د جمال په اور ستي کړمه
ته مې د جلال په ګوتو ونيوې
ماته دې ماضي که زېندۍ جوړه کړه
ته مې هم د ( حال ) په ګوتو ونيوې
څوکه د نګهت جامو کې والوتې
بيا مې د شمال په ګوتو ونيوې
مينه به حيرانه درته پاتې شي
حُسنه! که زوال په ګوتو ونيوې.
27.07.2010
- محمدحنيف حيران
نېټه: 25.07.2010 13:25
سلامونهد پکتيا په ډاګ کې نومي بلاګ کي د جهاني صاحب په اړه يوه ليکنه خپره شوې چې ( له عبدالباري جهاني سره يومازديګر ) نومېږي. له ليکنې سره د ليکوال نوم نشته، نه پوهېږم چې دا ليکنه د چا ده، د هر چا چې وي هيله ده چې زما سره زما پر ايميل يا موبايل اړيکه ونيسي.په درنښتعبدالنافع همت، کابل...
28.07.2010
- محمدحنيف حيران
چاغ سړي خپله لور تر لاس نیولي وه په بل لاس کې یې د موټر کلۍ اړولې راړولې د خپل موټر په لور چې تر سړک پورې ولاړ وه راون ول لور یې وروته وویل «پاپه» زما هغه کالي چې پرون تا او «مامي» را ته اخیستي وه ندي خوښپلار یې وویل: ولې لورجانې هغه خو مې ډیر قیمت درته اخیستي پوره ۲۹۰ ډالر مې په ورکړي ـ د سړک تر غاړې ناستې یتیمې سوالګرې خپلې ځیرې لمن ته وکتل سر یې په زنګون کېښود په مخ یې رڼې اوښکې را وبهیدې ا...