څوک چې د مور سيوری په  سر نه لري
هغـــــــــوی بينا وي خو نـــــــــظر نه لري
دې مېکـــــــــده کې سړی وژني هوس
ساقي يې ورک دی او ساغر نه لري
بې له يو بله زه او تــــه نيـــــــمګړي 
 لکــــه کابــــــل چې پېښـــــــور نه  لري
ډيوو د اوښکو ته خپل ژوند تېروي
د وطن خلــــــک مې خپل لمر نه لري
زړه رانه يوسي خو ايسار يې نه کړي
سترګې يې اوس هســـــې اثر نه لري
د دوی له کرکـــــې کرکه ولې کوئ؟
دا خلک د ميــــنې پېغام بر نه لري
دنګه ده حـيــــرانه خو بې مـــينې ده
دا لــــکه چـــــې سروه ثـــــمر نه لري.