څنګه چه لمر دځمکې سر ونيسي
داسي مي زړه ديار نظر ونيسي

چابه په اوښکو وي مړې کړې شمعې
دچابه مخ پرې پلستر ونيسي
دنازخبرې دې په زړه ليکمه
خو پيغورونه مې ټټر ونيسي
دمکرجنو سترګو خيال دي ساته
زما به روغ بدن پرهر ونيسي
دجينکو زړګى له کاڼي جوړ وي
چه يو يي مړشي بل دلبر ونيسي
که را نه لاړي ګلي ښه پوهيږم
زړه دعوه ګير به مي دا لمر ونيسي

زاهد يي هر ځلې دلبر يادوي
ځکه يي هر غزل اثر ونيسي