محمدحنيف حيران

Profile Photo

نوم مې محمدحنيف او تخلص مې حيران د پکتيا ولايت د سېدکرم ولسوالي اوسېدونکی، له منځني طب څخه په پېښور کې فارغ شوی يم، همدارنګه د ادب د مبارکې مدرسې يو کوچنی چڼي هم يم او اووکتابونه مې دوه يې شعري ټولګې، يو د ټپيزو کتاب،درې ژباړې او يو فولکلوريک اثر دې، کښلي دي.

شــــــــعرونـــــــــــــــــه


د کوچني سيف الرحمان تږي غزل

راځه د خار په څنګ کې ګل شه بيلتون مه خوښوهزما جونګړه کې لږ مل شه بيلتون مه خوښوهدا تا مالدار چې ترينه هروخت  ځان پردي بللوراځه د هغه غريب خپل شه  بيلتون مه خوښوهراځه جانانه په غزلو کې نن پاتې راغلمته مې ټپه ته مې غزل شه بيلتون مه خوښوهد زړګې ويني مې دغم څخه د خولې نه توی شوېته مې دوا ته مې درمل شه بيلتون مه خوښوهدا چې د ښکلو سره ګرځې بدرنګ نه خوښوې ((تږيه )) اشنا و

29.11.2009 محمدحنيف حيران

غزل/ طيب الدين شاهين

د صداقت صاحب د شعر پر ليکه خلک کوي زما او ستاخبرېدلته بس نشته د بل چا خبرېځم ستاپه لارراته بیلتون ولاړدیپاتې به وکړم درته بياخبرېپدې جفاجفا ماحول کې ؤلانه کیږی دلته د وفا خبرېدرته ژړلي مې هروختې ډېردينن درته کړمه د خندا خبرېدا زه او ته به خپله مینه کووزه اوته څه کړود دنیاخبرې

29.11.2009 محمدحنيف حيران

نوی غزل/ محمدحنيف حيران

ته لکه د ژوند د حـــــادثو سيـــــوریزه دې پښو ته پرېوتم د غرو سيوریيو په يو ديدن مې نصـــــــب نه شولوچم ته د اشنا راسره تلو ســــــيوریزه يم جل وهلی مســــــــــــاپر د ژوندته لکه سراب او د اوبو ســــــــــيوریاوس رانه ورځې شل او سل غواړيمونږه باندې شوی دی د مړو سيورینن راباندې عرش د جنـــــــــون وګورهنن راباندې وکړه د کاسو سيــــــــــوریوس او زور مې نه رسي په دنګ جانان

18.11.2009 محمدحنيف حيران

غزل: احمدګل ريان/ کراچۍ

ښاريه د رڼاګانو بې يارانو مزه نه کړي ډکه ښه له اداګانو، بې يارانو مزه نه کړي ځوانان لاړل وېش يې وشو، هجره تشه له يارانو وې کوچنيو ماشومانو، بې يارانو مزه نه کړي

16.11.2009 محمدحنيف حيران

غزل: فضل الربي رستم

ما ته چې کوم وخت نه مې ښکلي جانان غاړه راکړهپس له هغي خوږې شېبې نه هجران غاړه راکړهخلکو به فرق مونږ کې د ځمکې او اسمان کولوزه لکه ځمکه ور نږدې شوم اسمان غاړه راکړهما د نمجنو سترګو هلته يو ا نځور وليدهماته چي کله بېلېدو کې څاروان غاړه راکړهبيګاپه خوب کې يو تنکي شهيد څه داسې وېلماته نو ولې بم تړلي ها ځوان غاړه راکړهزه دميوند غزا نه ستړی راستون شوی و مهچې ناګ

31.10.2009 محمدحنيف حيران

د اباسين سېلاب غزلونه

راليږونکی : اباسين سيلاب ټليفونشميره: 0708221907 برېښناليکپته: abaseen_selab@yahoo.com سرليک: غزل نېټه: 28.10.2009 06:03 دمرگی هیرشی دمرگی هیرشی زمانه هيريږي زه دي كړم هيرخوزماتل ياديږي داخپل زړګي به درته څنګ وښايم چي په هردم پكي هم ته وريږيماژړاخلاص

28.10.2009 محمدحنيف حيران

غزل: محمدرفيق ميران

مرګ دې ژر تر ژره راشي، دا به وايي چې جانان له چا جدا شي، دا به وايي پخوا ډېر ومه مجبور اوس دې نه غواړم چې په سترګو يې رڼا شي دا به وايي

28.10.2009 محمدحنيف حيران

غزل: طيب الدين شاهين/ پکتيا

د هجران غمونو ډېر کړمه کمزوری لالهانده ګرځم ورک دی رانه لوری نه په ويښه ترې وزګار يم نه په خوب کې غم دې ما سره ملګری لکه سيوری

28.10.2009 محمدحنيف حيران

د قدرت الله درمان هايکوګانې

خدايه زما په حال لږ رحم وکړېد سر خوړلي لوړ  ولور د لاسهشپيته کلن شوم لا لونډ ګرځيږمويل يې چې نور درسره مينه نه کړمما ويل چې زه دې هم قيصه کې نه يمچرته به بلې ته دانه واچومخدايه په تور ټکي هم نه پوهيدهځان يې کانديد کړ اولسي جرګې تهد دې اولس په حال ته ورحميږېما ويل چې لږ زرا ديدن خو راکړهويل يې چې زهر دې شه خاورې وخورهم

13.10.2009 محمدحنيف حيران

د قدرت الله درمان هايکوګانې

په ديواله يې سر راپورته کړلو  ما ويل چې ماته جوړ ديدن راکوي هغې پټي کې خپلې غواوې کتې    مدام ښيراوې او کنځلې کوي

10.10.2009 محمدحنيف حيران

دا قيامت خو دې خدای نه راولي مورې/ امرخېل

مودې کیږي په مزله یم ، مسافر يم جل وهلی وچه خوله یم ، مسافر يم لکه اوښکه په باڼه يم ، مسافر يم او په زړه اوبه اوبه يم ، مسافر يم بې له تا يم ، بې اروا يم ، رښتيا وايممړ ، حساب په ژوندانه يم ، مسافر يم توره شپه ؛ توره کوټه مې لکه قبر د

10.10.2009 محمدحنيف حيران

غزل/ فضل ربي رستم

خلک وايي ، مينتوب خو ليونتوب دیخو زه وايم ، مينتوب ، برليتوب دیخلک وايي ، ِِِعشق تش د زړه خوراک دیخو زه وايم ، عشق مستي ده ، زلميتوب دیخلک وايي ، مينه درد دی، امتحان دیخو زه وايمه همدغه يي ښه توب دیخلک وايي ، مينه شپه ده، تنهايي دهخو زه وايم ، مينه کار د زړورتوب دیخلک وايي ، مينه ځانته کار کتل ديخو زه وايم، ما رستم ته سړيتوب دی

08.10.2009 محمدحنيف حيران

غزل/ بختيار ځدراڼ

دشپې په راز ځـــــــــــان پوهاوی د سرخــــطر لري زمــــــــــــونږ دچــــــــم هریوزلـمی دسرخــــطرلري   ډېر پـه غروریې راته وویـل چې مــــــات نـه کړې

07.10.2009 محمدحنيف حيران

هايکو: قدرت الله درمان/ سعودي عرب

په ويښه نه راځې پښتو کوې تهنو بيا يې سمه سرته ورسوهګرانه خوبونو کې هم مه رادومه

06.10.2009 محمدحنيف حيران

علم ګل سحر ته/ نور محمد سعيد

دروغجنو به ويل چې اوس بيديا دهخو دعشق مېنه ﻻهغسي بسيادهدلانور اوچت پرواز تياري کيږيدتوپان تر راتلو مخکي لږچوپتيادهاوس مي سمه زړه ته ولويدله دا چېبازخانه بې بازه نه وي دارشتيا دهدکړکۍ څراغ مو بل بادو پرې ايښیزموږ داسي نيک مرغي ته حيرانتيا دهدسحرغوندي روښان ګل يي نشان دهلکه څنګه يي علم داسي پکتيا دهتروږمۍ نوره دي خپله شړۍ نغاړهد(نور)اوس له خپل څراغ سره ملتيا دهنورمحمد سع

22.09.2009 محمدحنيف حيران

ښکلی دی / عبدالولي همدرد/ کوېت

ستا په لېدو زما  نظرښکلی دی خدايه دا څومره بختور ښکلی دی د ننګ شملي پکښی اوسيږی مدامپه  پښتونو باندې خيبر کلی دی.څېړۍ نښتر پکې هميش ولاړ وي دپکتياواړه سمه اوغر ښکلی دی لکه اسمان په ستورو ښکلی ښکاريپه حيران داسی پېښور ښکلی دی  د همدرد ټوله زند ګي ترې ځار شه کلی خو ټول د ده په سر ښکلی دی.

20.09.2009 محمدحنيف حيران

غزل/ ومان نيازی

خړې مرغۍ چـــا وېل مینې دي، دمــــار پـــــه سترګوموږه هــم دار ته غـــــاړه ایښي ده، دیـــــــارپه سترګوپــه طبیبــــانومې دسترګــــــوعــــلاج ونه شــــــــــوچېترسره خـــولۍ مې ستن یستلې،وړمـه تارپه سترګو وړه وچموري ،وطن تنګ، حالات موڅه پوښتي نوردغریبۍ ژونــدمو راځــــوړند دی ،دښــــار په سترګویــواځې تـه

19.09.2009 محمدحنيف حيران

د سيدشاه سعود ښکلی غزل

تصوير مې د چا مخ پسې هنداره ګرځولهروان ومه قدم پسې مې لاره ګرځوله د شپې به په کوڅو کې تر سهاره ګرځېدمهسپوږمۍ به مې په سترګو کې بيداره ګرځوله چې لاس يې رانزدې کړو نو وجود مې زهرجن شوهغې به په لستوڼي کې ښاماره ګرځوله

18.09.2009 محمدحنيف حيران

اکثـــــــــــر په کاڼو ولي/ طارق محمود دانش

زما پوهه او هــــــــــُنر په کاڼـــــو ولي د تــــــــيارو ملګري لمر په کاڼو ولي چې په ګل يې هم زه نه ولم حيران يم هغه خلک مې اکثـــــــــــر په کاڼو ولي

18.09.2009 محمدحنيف حيران

د صباح توتاخېل څو شعرونه

ژاړی دلاله ګل  په  سرو  سترګو  پسرلي  غواړيهغه  بی  وفا  يار می  بار  بار رانه زړګی غواړي                      *****              

18.09.2009 محمدحنيف حيران

د عرفان الله څپاند څو شعرونه

سره شوې، تکه شنه شوې، په ملا ماته شوېپام چې دغــــــــــه تانده خندا زور لري زمونږه په ساده خندا هيڅ نه کېږيستا دغه رپانده خندا زور لري سوال کوم، منت کوم، زاري کوممه راپورې خانده خندا زور لري نن يې په خندا خندا کې وويلڅه وکړم څپانده خ

15.09.2009 محمدحنيف حيران

غزل/ عرفان الله څپاند

ستا چې ښاپېرۍ له ياده وتى يمبس د شاعرۍ له ياده وتى يم زه چې وم مين، نو راسره به وهاوس خو د شپېلۍ له ياده وتى يم بيا په لار روان يمه ټکرې خورمبيا چې دې جينۍ له ياده وتى يم

14.09.2009 محمدحنيف حيران

غزل/ سلطان احمدزی

لــــــــه ســرو سترګو دې تاوې دي شغلـــې د ژونــــــــــدانه تړلـــــــې مې په تاپورې اســــرې د ژونـــــــــدانــــــــــــــــه جـــانان وو ښايسته وو ، زه يې خوښ وم ، دى مې خوښ وو پــــــــــــدې ښايسته كوومه ورځـــــ

02.09.2009 محمدحنيف حيران

غزل/ رستم

ننګیالي یو توریالي یو ، مونږ په ننګ مرولکه  نجونو غوندې نه   چې په پالنګ مرو الهي  چې ستا رضا  شي  پرې   حاصلهد سپیڅلي دین  لپاره  به  په  جنګ  مرو يرغلګر به لدې ځایه  ډیر ژر ورک  کړوبیا به هلته  د دوی ځای کې په قلنګ مرو

25.08.2009 محمدحنيف حيران

يو سوال او يو غزل/ محمدحنيف حيران

سوال/ محمدحنيف حيرانخاونده ولې شنه نه دي په ما پورې لاسونهراشنه دي په دنيا کې په دنيا پورې لاسونهدا ښه ده چې يوازې ستا بنده شمه لوی خدايهنه دا چې مې اوږده وي تل پاچا پورې لاسونهکه ستړې ته مې ګورې، نو مولی داسې يې راکړېچې پورته بيخي نه کړمه دعا پورې لاسونه.       &nbsp

24.08.2009 محمدحنيف حيران

OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more