زما پوهه او هــــــــــُنر په کاڼـــــو ولي

د تــــــــيارو ملګري لمر په کاڼو ولي

چې په ګل يې هم زه نه ولم حيران يم

هغه خلک مې اکثـــــــــــر په کاڼو ولي

دومره ډېر به سربلند ورته ښـــــکارېږم

څومره ډېر مې چې په سر په کاڼو ولي

شرافت هم دښمنان راته پـــــــــيدا کړل

هره شپه راته څوک ور په کـــاڼو ولي

دانش ويني او غرور کوي په عقــــل

نادان اوخو ګورئ غـــر په کاڼو ولي