تصوير مې د چا مخ پسې هنداره ګرځوله
روان ومه قدم پسې مې لاره ګرځوله

د شپې به په کوڅو کې تر سهاره ګرځېدمه
سپوږمۍ به مې په سترګو کې بيداره ګرځوله

چې لاس يې رانزدې کړو نو وجود مې زهرجن شو
هغې به په لستوڼي کې ښاماره ګرځوله

زړګی مې بستره کې د بالښت لاندې ويده و
څهره مې له ماښامه تر سهاره ګرځوله

چې هر چا به وروکتل ژوندی به راواپس شو
موسکا به يې په شونډو کې تياره ګرځوله

منصوره که ترمنځه مو سعود راغلی نه وی
هم دغه فلسفه به مې تر داره ګرځوله
سيد شاه سعود