سوال/ محمدحنيف حيران
خاونده ولې شنه نه دي په ما پورې لاسونه
راشنه دي په دنيا کې په دنيا پورې لاسونه
دا ښه ده چې يوازې ستا بنده شمه لوی خدايه
نه دا چې مې اوږده وي تل پاچا پورې لاسونه
که ستړې ته مې ګورې، نو مولی داسې يې راکړې
چې پورته بيخي نه کړمه دعا پورې لاسونه.
غزل
اوس دې خالي پېژنم نامه باندې
نوم به دې وانخلم نور په خوله باندې
غم نه پکې ستا خلاص شوی نه يمه
خدای ته که ولاړ يمه لمانځه باندې
نن دې څنګه درغلمه زړه ته دې
راشه چې دې ښکل کړمه په زړه باندې
رادې شي زما پر زړه دې واړوي
پېټی نه وي ونې بوټي غره باندې
مړه د خپل مين له غمه نه شولې
ړنګ دې نه شو خال په دېواله باندې
زه د ژوند خوږو ته پيدا نه يمه
مه ګوره ګلونه په ړانده باندې
سر ته که څنګله درته نه رسي
خوند کړي بيا حيرانه زنګانه باندې.
خوست.٢٥ جولايي ٢٠٠٩