چې جنازه يې د بلال وليده/ کوچني بلال ته چې څه موده وړاندې شهيد شو
د حيدري چغې نارې
د خوګياڼيو سنګر ولړزاوه
معصوم بلال الله اکبر نارې کړې
کوچني غازي د غره په سر نارې کړې
خلکو لاسونه تر غوږونو يوړل
او زمکه ولړ زېده
د خوږ نبي (ص) د بعثت ياد تازه شو
او د بلال د اذان خوږ ترنم
يو وارې بيا ژوندی شو
خو يو ناڅاپه سرې لمبې بلې شوې
او له لمبو نه وروسته توره شپه شوه
وحشي بمبار له سرو لمبو نه شاته
يو څو تنکي تنکي ځوانان ووژل
ونې بې ساه وې مرغو شور نه کاوه
زمکه پرته وه آسمان تور خوټيده
او ملکې شوې ترهېدلې پاتې
چې جنازه يې د بلال وليده
دوی شوې حيرانې غاښ نيولې پاتې
خپلوځايونو باندې شلې پاتې
ټولو دا يو سوچ کاوه
چې دا انسان شهيد دی
که ملکه دآسمان!
که پرښته دآسمان !.
خوست _٣آګست ٢٠٠٩
11.08.2009
- محمدحنيف حيران
زړه مې داسې ديدن غواړي د ښكلوكيلكه غواړي چې ماشوم د لوبو توكــيد خوږو خلكو محفل كې ستا خبــرېلكه وي چې د ټپو منځ كې سروكــيته يې ګرانه لكه لوى ګودر دې كلــيرقيبان لكه د سخا اوبو ډنډوكــــيدا مې بيا دې چا يادونه پــه زړه اوريدا چې شنډو مې نيولي دي خنډوكــينن په تا پسې يم دومره ګرځيدلــــىاوس مې درد كوي دې ټول بدن هډوكـيزه به نيغه د پټكي شمله ساتمـــــهته به هم ګرانې ساتې خيال د زړوكــي...
24.08.2009
- محمدحنيف حيران
سوال/ محمدحنيف حيرانخاونده ولې شنه نه دي په ما پورې لاسونهراشنه دي په دنيا کې په دنيا پورې لاسونهدا ښه ده چې يوازې ستا بنده شمه لوی خدايهنه دا چې مې اوږده وي تل پاچا پورې لاسونهکه ستړې ته مې ګورې، نو مولی داسې يې راکړېچې پورته بيخي نه کړمه دعا پورې لاسونه.
 ...