زړه مې داسې ديدن غواړي د ښكلوكي
لكه غواړي چې ماشوم د لوبو توكــي
د خوږو خلكو محفل كې ستا خبــرې
لكه وي چې د ټپو منځ كې سروكــي
ته يې ګرانه لكه لوى ګودر دې كلــي
رقيبان لكه د سخا اوبو ډنډوكــــي
دا مې بيا دې چا يادونه پــه زړه اوري
دا چې شنډو مې نيولي دي خنډوكــي
نن په تا پسې يم دومره ګرځيدلــــى
اوس مې درد كوي دې ټول بدن هډوكـي
زه به نيغه د پټكي شمله ساتمـــــه
ته به هم ګرانې ساتې خيال د زړوكــي
ما درمان چې ستا ياري كړه ملامـت وم
چلوم به اوس په شا د غم پنډوكـــي
09.08.2009
- محمدحنيف حيران
مونږپه مورچل مونږپه ﺳﻨﮕﺮمېن ېوپه سپېنکۍ توره او خنجر مېن ېو نه کلېسا نه درمسال منو مو نږپه خپل 'ملا او په ممبرمېن ېو چې يې ازاد کړود غلېم د لاس نه د ګران هېواد ﭙﻪ هرمنظر مېن ېو سر ورکوو دخپل وطن لپاره هم په شمشاد هم په سپين غر مېن ېو زمونږ تارېخ ټوله نړى پيژنيپه احم...
12.08.2009
- محمدحنيف حيران
چې جنازه يې د بلال وليده/ کوچني بلال ته چې څه موده وړاندې شهيد شو
د حيدري چغې نارېد خوګياڼيو سنګر ولړزاوهمعصوم بلال الله اکبر نارې کړېکوچني غازي د غره په سر نارې کړېخلکو لاسونه تر غوږونو يوړلاو زمکه ولړ زېدهد خوږ نبي (ص) د بعثت ياد تازه شواو د بلال د اذان خوږ ترنميو وارې بيا ژوندی شوخو يو ناڅاپه سرې ل...