مونږپه مورچل مونږپه ﺳﻨﮕﺮمېن ېو
په سپېنکۍ توره او  خنجر مېن  ېو
  نه  کلېسا  نه  درمسال منو   مو نږ
په خپل 'ملا او په ممبرمېن ېو
  چې يې  ازاد کړود غلېم د لاس نه
  د ګران هېواد ﭙﻪ هرمنظر  مېن ېو
  سر  ورکوو دخپل وطن  لپاره
   هم په شمشاد  هم په  سپين غر مېن  ېو
 زمونږ تارېخ ټوله  نړى پيژني
په  احمد شاه غوندې بشرمېن ېو
   که دوی چورلکی او ټانكونه لري
   مونږ په  جذبه د خپل رهبرمېن ېو
   غلېمه تا کله قرار پريږدو  مونږ
په پاک الله اوپېغمبر مين يو
  رستمه کور چې د انګرېزپرې وران کړو
پداسې توپه او لنچر  مېن  ېو

           
                            فضل الربې (رستم)


ستورو ته ګورم، تنهایی ده خپل جانان یادوم
په درد نيولي سوچ کې ډوب یمه درمان یادوم
د هغه سپین رخسار پيښې چې د سپوږمۍ شروع کړې
اوس ځمه نه یادوم،  اسمان اسمان اسمان یادوم
ماته سپرلی کې ګل اغزی،   په زړه یی ژوبل کړمه
بیاهم     لیونی لیونی  کیږم  بد خزان یادوم

فضل الربي رستم

پیښور