چــــــــــه داملـــــګري لږ په لارکــړمه کوشش به وکړم
راته راپيــــښ مشـــــــکل هـوار کړمه کوشش به وکړم
ســـړی په خــــــــپل وس ګــــــــنهګار وي منــــــــــــو
خوزه له وســــــه پورته کـــــار کړمه کوشش به وکړم
زه به پټـــــۍ،زه به ملهم ،زه به دواشــــــــــــــــم ورته
چه دغه چيغي فريادونه لږ قرار کړمه کوشش به وکړم
خير له جانان ســــــــــــــره به بيا د زړه خـــــواله کومه
ورته به ورسته ځــــــــان اوزګار کړمه کوشش به وکړم
همــــــــــکاره توره پســــې نه راوړمه وخت يي تير ده
پوه په خبره به اغيــــــــار کـــــــــړمه کوشش به وکړم