دروغجنو به ويل چې اوس بيديا ده
خو دعشق مېنه ﻻهغسي بسياده
دلانور اوچت پرواز تياري کيږي
دتوپان تر راتلو مخکي لږچوپتياده
اوس مي سمه زړه ته ولويدله دا چې
بازخانه بې بازه نه وي دارشتيا ده
دکړکۍ څراغ مو بل بادو پرې ايښی
زموږ داسي نيک مرغي ته حيرانتيا ده
دسحرغوندي روښان ګل يي نشان ده
لکه څنګه يي علم داسي پکتيا ده
تروږمۍ نوره دي خپله شړۍ نغاړه
د(نور)اوس له خپل څراغ سره ملتيا ده
نورمحمد سعيد
20.09.2009
- محمدحنيف حيران
ستا په لېدو زما نظرښکلی دی خدايه دا څومره بختور ښکلی دی د ننګ شملي پکښی اوسيږی مدامپه پښتونو باندې خيبر کلی دی.څېړۍ نښتر پکې هميش ولاړ وي دپکتياواړه سمه اوغر ښکلی دی لکه اسمان په ستورو ښکلی ښکاريپه حيران داسی پېښور ښکلی دی د همدرد ټوله زند ګي ترې ځار شه کلی خو ټول د ده په سر ښکلی دی....
23.09.2009
- محمدحنيف حيران
ژباړن : حيدر علي ( كندز )
د كردانو څلور سوه كاله دعثماني امپراطورۍ په سيمه كې اوسېدل او همېشه ورسره ارزو وه ، چې خپل حكومت ولري . دوى ادعا كوي ، چې په لرغونې زمانه كې مو خپل حكومت او مستقل هېواد وو ؛ اوس بيا هماغسې پكار ده .
كله چې په ۱۹۱۸ ميلادي كال كې عثماني امپراطوري ړنګه شوه . كردانو ته دخپلو خوبونو د رښتيا كولو ښه فرصت په ګوتو ورغ...