ستا چې ښاپېرۍ له ياده وتى يم
بس د شاعرۍ له ياده وتى يم

زه چې وم مين، نو راسره به وه
اوس خو د شپېلۍ له ياده وتى يم

بيا په لار روان يمه ټکرې خورم
بيا چې دې جينۍ له ياده وتى يم

ډېره موده وروسته ورته راغلمه
اخ د لېونۍ له ياده وتى يم

زړونو کې د زړه په څېر به مېشت ومه
کړمه چې سلگۍ له ياده وتى ي

هر ځل د انکار مانا به دا شي چې
وبه وايې وۍ له ياده وتى يم

کال خو دادى وشو، خوله دې رانکړه
مړه شې د خولگۍ له ياده وتى يم

ستا څپاند به تاته دومره ووايم
ستا لکه چې هۍ له ياده وتى يم

١٣٨٨ _ ٦_ ٢٣ پېښور