ښاريه د رڼاګانو بې يارانو مزه نه کړي
ډکه ښه له اداګانو، بې يارانو مزه نه کړي
ځوانان لاړل وېش يې وشو، هجره تشه له يارانو
وې کوچنيو ماشومانو، بې يارانو مزه نه کړي
شيش محل که د ختن وي ماته ډاګ وي او صحرا وي
ډک د قاف له ښاپېريانو، بې يارانو مزه نه کړي
چنار وچ، ګودر خالي شو څه بې خونده مازديګر دی
زوړ غزل د شاعرانو، بې يارانو مزه نه کړي
تش له څانګو د ببريو د ريان د ژوند کودی شو
بې يارانو، بې يارانو، بې يارانو مزه نه کړي.
11.11.2009
- محمدحنيف حيران
حضرت ادم عليه السلام٠ د ادم لومړنى زوى قابيل دى چې د ځمکې پر مخ يې وژنه وکړه.٠ ادم په جنت کې له غنم خوړلو څخه منعه شوى و.٠ ادم د ځمکې پر مخ له هر څه مخکې انگور خوړلي.٠ د ادم زوى قابيل خپل ورور هابيل وواژه.٠ هابيل د سې شنبې په ورځ وژل شوى دى.٠ د هابيل او قابيل تر منځ د اقليما پر سر لانجه وه.٠ د ادم په زا...
18.11.2009
- محمدحنيف حيران
ته لکه د ژوند د حـــــادثو سيـــــوریزه دې پښو ته پرېوتم د غرو سيوریيو په يو ديدن مې نصـــــــب نه شولوچم ته د اشنا راسره تلو ســــــيوریزه يم جل وهلی مســــــــــــاپر د ژوندته لکه سراب او د اوبو ســــــــــيوریاوس رانه ورځې شل او سل غواړيمونږه باندې شوی دی د مړو سيورینن راباندې عرش د جنـــــــــون وګورهنن راباندې وکړه د کاسو سيــــــــــوریوس او زور مې نه رسي په دنګ جانان...