ته لکه د ژوند د حـــــادثو سيـــــوری
زه دې پښو ته پرېوتم د غرو سيوری
يو په يو ديدن مې نصـــــــب نه شولو
چم ته د اشنا راسره تلو ســــــيوری
زه يم جل وهلی مســــــــــــاپر د ژوند
ته لکه سراب او د اوبو ســــــــــيوری
اوس رانه ورځې شل او سل غواړي
مونږه باندې شوی دی د مړو سيوری
نن راباندې عرش د جنـــــــــون وګوره
نن راباندې وکړه د کاسو سيــــــــــوری
وس او زور مې نه رسي په دنګ جانان
ولــــمه په لار د چنــــــارو سيـــــــــــــوری
وړانګې دې د مخ پر سپوږمۍ ولګېدې
خور شولو پر ځمکه د شغـــــلو سيوری
مونږه له شفق نه هــــــــــم اوس وډار شو
مونږ ته ښکاري دا هم د لمبو سيوری
ته وا د سپوږمۍ په شپه کاروان روان
بار پر اوښکو ګوره د بڼو سيــــــــــوری
نلري چې څوک پر هسک د بخت ستوری
ځمکه باندې نه وي د هغو سيــــــــــوری
تښتو خو تورتم مو چـــــــېرې نه پرېږدي
ژوند باندې مو شوی دی د شپو سيوری.
خوست ، پېښور ٢٠٠٩ ء نومبر