د صداقت صاحب د شعر پر ليکه

خلک کوي زما او ستاخبرې
دلته بس نشته د بل چا خبرې
ځم ستاپه لارراته بیلتون ولاړدی
پاتې به وکړم درته بياخبرې
پدې جفاجفا ماحول کې ؤلا
نه کیږی دلته د وفا خبرې
درته ژړلي مې هروختې ډېردي
نن درته کړمه د خندا خبرې
دا زه او ته به خپله مینه کوو
زه اوته څه کړود دنیاخبرې