راځه د خار په څنګ کې ګل شه بيلتون مه خوښوه
زما جونګړه کې لږ مل شه بيلتون مه خوښوه
دا تا مالدار چې ترينه هروخت  ځان پردي بللو
راځه د هغه غريب خپل شه  بيلتون مه خوښوه
راځه جانانه په غزلو کې نن پاتې راغلم
ته مې ټپه ته مې غزل شه بيلتون مه خوښوه
د زړګې ويني مې دغم څخه د خولې نه توی شوې
ته مې دوا ته مې درمل شه بيلتون مه خوښوه
دا چې د ښکلو سره ګرځې بدرنګ نه خوښوې
 ((تږيه )) اشنا ورته پاګل شه بيلتون مه خوښوه
		
			
					
					
						
							29.11.2009
						
						 - محمدحنيف حيران
					
					د صداقت صاحب د شعر پر ليکه
خلک کوي زما او ستاخبرېدلته بس نشته د بل چا خبرېځم ستاپه لارراته بیلتون ولاړدیپاتې به وکړم درته بياخبرېپدې جفاجفا ماحول کې ؤلانه کیږی دلته د وفا خبرېدرته ژړلي مې هروختې ډېردينن درته کړمه د خندا خبرېدا زه او ته به خپله مینه کووزه اوته څه کړود دنیاخبرې...
			 
			
					
					
						
							30.11.2009
						
						 - محمدحنيف حيران
					
					حضرت نوحعليه السلام
٠  د نوح(ع) پلار لمک نومېدو.
٠  د نوح(ع) نيکه متوسلح نومېدو.
٠ د نوح(ع) مور سنحا بنت انوش نومېده....