په ديواله يې سر راپورته کړلو

 ما ويل چې ماته جوړ ديدن راکوي

هغې پټي کې خپلې غواوې کتې

 

 مدام ښيراوې او کنځلې کوي

په خوله يې سمه کيسه نه رادرومي

 ته وا له يار نه مې نيکه وژلی

 

 خير که په خوله اظهار کولی نه شې

 جانانه دا خو دې په وس پوره ده

دا درې منيز سر خو دې وښوروه درمان